د اروپا مشهور مسلمان سیاستوال
په دې وروستيو کې د مسلمانانو په اړه د انگلا ميرکل د گوند د يوه غړي څرگندونې د بحث سبب شوي. هغه ويلي ول چې يو مسلمان هم په راتلونکي کې د آلمان صدراعظم کيدلای شي. په دې رپوټ کې د اروپا برجسته مسلمان سياستوال درپيژنو.
پاکستانی الاصله مسلمانه بريتانوۍ سياستواله
سعيده وارثي (مخامخ) د بريتانيا د کابينې لومړۍ مسلمانانه غړې وه. هغه د ۲۰۱۰م تر ۲۱۰۲م کاله پورې د محافظه پال گوند د مشرتابه غړې هم وه. سعيدې وارثي په ۲۰۱۸م کال کې پر لومړۍ وزيرې تريسا مې غږ کړی وو چې په عام محضر کې دي دا خبره ومني چې محافظه پال گوند یې له اسلام څخه د ويرې ستونزه لري. په داوننگ ستريت کې د لومړۍ غونډې پر وخت په دوديز لباس کې د هغې را څرگنديدو هم بحثونه پارولي ول.
د فرانسې او اروپا په خدمت کې
په لويديځ کې د مسلمانانو تر ټولو زيات شمير په فرانسه کې دی او اسلام د دې هيواد دويم ستر مذهب دی. خو د نفوس په پرتله د مسلمانانو نقش په سياست کې نسبتاً ډېر کم دی. خو رشيده داتي له هغو مسلمانانو څخه يوه ده چې د فرانسې لوړ سیاسي مقام ته رسېدلې ده. هغه د ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹م کاله پورې د عدلېې وزيره وه. نوموړې اوسمهال د اروپا پارلمان غړې ده.
تازه مسلمان شوی سياستوال
هالندی سياستوال يورم فون کلاويرين ډېره موده پر اسلام يو کلک منتقد وو او د خپل «پي وي وي» گوند د وکيل په توگه یې د اسلام پر ضد کمپاين هم چلولی وو. خو هغه په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې د اسلام پر ضد د يوه کتاب ليکلو په بهير کې يې نظر تغير کړی او مسلمان شوی دی. د کلاويرين پخواني سياسي مشر خيرت ويلدرز ويلي ول چې د نوموړي مسلمان کيدل داسې دي لکه يوه سبزي خور ته چې په يوه قصاب خانه کې دنده ورکړل شي.
د هالند يو ډېر مشهور ښاروال
احمد ابو طالب په ۲۰۰۹م کال کې د هالند د روتردم ښاروال مقرر شوی وو. هغه د هالند لومړی کډوال ښاروال وو. نوموړی تل پر هغو مسلمانانو هم انتقاد کوي چې د ژوند له پاره لويديځ ته راځي، خو د بيان د آزادۍ مخالف دي. په ۲۰۱۵م کال کې د «ای اين پي» خبري آژانس د يوې نظر پوښتنې په حواله هغه د هالند تر ټولو مشهور سياستوال بلل شوی وو.
او په بريتانيا کې
صادق خان چې په خټه پاکستانی دی، د ۲۰۱۶م کال راهيسې د لندن ښاروال دی. د اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه د هغه نظر دا وو چې بريتانيا بايد په اروپا کې پاته شي. هغه په ۲۰۱۶م کال کې کال غوره سياستوال بلل شوی وو او د «برتش مسلم ايوارد» جايزه یې ترلاسه کړې وه. صادق خان يو باعمله مسلمان دی او د لمانځه له پاره په منتظم ډول مسجد ته ځي.
د آلمان يو «سيکولر مسلمان»
ترکي الاصله آلمانی سياستوال چم اوڅديمير له څو کلونو راهيسې د زرغون گوند له برجسته څېرو څخه دی. هغه له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د دغه گوند د گډ مشترتابه غړی هم وو. پر نورو سربيره نوموړی د ولسمشر رجب طيب اردوغان په دوره کې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شامليدو مخالفت هم کوي. هغه ځان ته يو «سيکولر مسلمان» وايي.