1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د پارلماني ټاکنو حساسه او وروستۍ ورځ پیل شوه

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې په ۲۱ هیوادونو کې رای اچونه پیل شوه. په پاتې اووه کې لا دمخه رایې ورکړل شوي. د اروپا نوی پارلمان په احتمالي توګه یو څه د ښي اړخيتوب پر لور روان دی او لیبرالان تر فشار لاندې دي.

https://p.dw.com/p/3J5sK
Europawahl 2019. Europäisches Parlament. Wandgemälde "The Future is Europe"
انځور: DW/B. Riegert

د اروپا د پارلماني انتخاباتو په څلورمه ورځ ډیر شمیر رای اچونکي خپلې رای کاروي. د آلمان، فرانسې، ایټالیي او پولنډ په ګډون د اروپایي اتحادیي په ۲۱ غړو هیوادونو کې د رای ورکونې مرکزونه پرانیستي دي.

دغه پنځه هیوادونه د اروپا پارلمان ته نږدې نیمایي استازي استوي. په دې ترتیب سره نو په مجموع کې د اروپايي پارلمان له ۷۵۱ استازو څخه ۳۸۴ یي د دغو هیوادونو نوماندان دي.

په هالنډ، بریتانیا، ایرلنډ، لیتوانیا، مالتا، سلواکیا او چک جمهوریت کې د پنجشنبې په ورځ ټاکنې ترسره شوې دي، ځکه چې په دغو هیوادونو کې د یکشنبې ورځې انتخابات دود نه دي.

په مجموع کې په ټوله اروپا کې ۴۲۰ میلیونه کسان د رای ورکونې شرایط لري. د اروپايي ټولنې په تیرو ټاکنو کې د رای ورکونې د شرایطو پوره کوونکو له ډلې څخه ۴۳ سلنه یې خپلې رایې کارولې وې. خو د ټاکنیزو چارو کارپوهان اټکل کوي چې دا وار به د ګډوالو سلنه لوړه وي.

لیبرالان له ناسونالیستانو سره مقابله کوي

لویو ګوندونو دغه ټاکنې په نړیواله کچه «برخلیک ټاکونکي» بللې دي. د مسیحي دیموکرات مخکښ نوماندانو، د آلمان د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند سیاستوال منفرید وېبر، د سوسیال دیموکرات ګوند څخه فرونتمن، فرانس تیمرمنس، او له هالنډ څخه د اروپایي اتحادیي کمیسار، دوی ټول د ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې په دې هکله ورته نظر درلود.

په دغو انتخاباتو کې د دوی هدف د اروپا متحد ساتل او د «غیر قانوني ماډل» پر وړاندې له لیبرال دیموکراسۍ څخه دفاع کول دي چې نیشنلیستان او پوپولستان یي ملاتړ او د هنګري لوموړی وزیر ویکتور اوربان یي استازيتوب کوي.

نظر سنجې ښیې چې نیشنلستان او پوپولستان به وتوانیږي چې له ۲۰ څخه تر ۲۳ سلنه رایې ترلاسه کړي. په بریتانیې کې وړاندوینه کیږي چې د «بریګزیټ» ګوند به وتوانیږي تر ټولو ډیرې رایې وګټي. همدارنګه ویل کیږي چې په چک جمهوریت کې نیشنلیستان توانیدلي دي چې د ټولو سیاسي ګوندونو په پرتله ډیرې رایی ترلاسه کړي.

د اروپایي اتحادیي د ثبات او د دیموکراسۍ یو شمیر پلوي ګوندونه هم توانیدلي دي چې خپل پلویان په ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅوي. په بریتانیا کې د اروپا پلویان هم په دغو ټاکنو کې ډیر فعاله وو.

دا په داسې حال کې ده چې په اتریش کې د سیاسي رسوايي او د «آزادي» ښي اړخي ګوند پورې اړوندو وزیرانو د لیري کیدو حکومتي کړکیج، په دغه هیواد کې د اروپا پر پارلماني ټاکنو خپل سیوری غوړولی دی.

sn/ms (DW: Bernd Riegert)