1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د اتحادیې شورا ځيني غړي په مالي فساد تورن شوي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د اروپا د يوه تحقيقاتي کميسیون د نوي رپوټ پر بنسټ، اذربایجان د اروپا اتحادیې د شورا ځينو غړو ته رشوت ورکړی دی. په دې رپوټ کې د آلمان د مسيحي سوسیال او مسيحي دیمکرات ګوندونو د استازو نومونه هم یاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wVVk
Frankreich Europarat in Straßburg
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د اذربایجان له خوا د اروپایې اتحادیې شورا ځينو غړو ته د رشوت ورکولو تورونو په اړه قضیه، د یوه خپلواک څیړنیز کمیسیون له خوا څړل شوې ده. په دې کمیسیون کې درې تنه قاضیان شامل دي.

په هغو تحقیقاتو کې چې پایلې یې د یکشنبې ورځې په ماښام خپرې شوي دي، ویل شوي دي چې اذربایجان هيواد د اروپا د اتحادیې شورا ځينو غړو ته بډې ورکړي دي. د يادي شورا غړي په حقیقت کې دنده لري چې د بډې اخيستنې او فساد پر ضد مبارزه وکړي، خو د هغوی ځيني پخپله په بډو اخیستلو تورن شوي دي.

د پخواني شوروي اتحاد غړي هیواد اذربایجان چې د تیلو له پلوه یو غني هیواد دی، له هغه راهیسي چې د اروپا د اتحاديې غړيتوب يې ترلاسه کړی (۲۰۰۱ کال کې)، پخپله ګټه د لابستانو د یوې شبکې په جوړولو کې بریالی شوی دی.

د فرانسې په شتراسبرګ کې د دغه وړاندې شوي رپوټ پر بنسټ د اروپا د اتحادیې د شورا ځيني اوسني او پخواني غړي، چې شمیر یې تر لسو پورته دی د مالي فساد په ځينو داسې کارونو کې یې لاس درلودلی دی چې ګټه یې ا‌ذربایجان ته رسېدلې ده.

د اروپا د اتحادیې په شورا کې د دغې اتحادیې پر ټولو غړو سربیره روسیه، ترکیه او اذربایجان هم غړيتوب لري. د نوموړي شورای یوه دنده د اروپا د بشري حقونو د کنوانسیون څارنه او همدارنګه د اروپا د اتحادیې د بشري حقونو د محکمې د قاضیانو او د اروپا د بشري حقونو د مامورينو انتخابول دي. غړي هیوادونه موظف دي چې د دوی رپوټونو ته ځواب ووایې.

د څیړنیز کمیسیون په رپوټ کې د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند غړي کارين شترنتس نوم هم یاد شوی دی. دغه آلماني استازي د ځواب ويلو په موخه د هغو قاضیانو مخ ته له حاضریدو انکار کړی دی چې د بډو یا رشوت اخیستنې د دوسیې په اړه تحقیقات کوي.

په دغه ۲۰۰ مخیز تحقیقاتي رپوټ کې راغلي دي چې شترنتس، د اذربایجان له جمهوريت څخه په غیر مستقیم ډول پیسې ترلاسه کړي دي.

په دې رپوټ کې د آلمان د سوسیال مسیحي ګوند د پخواني غړي ادوارد لینتنر، نوم هم یاد شوی دی چې د بډو اخیستلو په برخه کې یې مهم رول درلودلی دی. لینتنر یو له هغو لابستانو څخه دی چې شرکت یې په اذربایجان کې فعالیت کوي او له هغه هیواده یې پیسې ترلاسه کړي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې کارين شترنتس هم د لینتنر په شرکت کې کار کاوه.

د لینتنر په هکله ویل کیږي چې هغه د ۲۰۱۲ م او ۲۰۱۴ م کلونو په منځ کې له باکو څخه مجموعاً ۸۲۰۰۰۰ یورو ترلاسه کړي دي، چې هغه ته په بریتانیا کې د دریو تش په نامه شرکتونو له خوا ورکړل شوي وې.

په دې رپوټ کې د اروپایې اتحادیې د شورا رئیس پدرو آګرامونت، نوم هم یاد شوی دی. اګرامونت، د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې د اروپایې اتحادیې د شورا مشري پر غاړه درلود چې وروسته یې استعفاء وکړه. د اذربایجان حکومت تر اوسه پورې د دې رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښودلې.