1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارواحو کښتۍ، له افسانو تر حقيقته

۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبه

روانه اوونۍ يوه کښتۍ چې څوک پکې سپاره نه ول د ايرلند ساحل ته ورسېدله. د ډچ مين له کيسو نیولې بيا د جنوبي کوريا تر هغو کښتيو پورې چې د جاپان ساحل ته رسيږي، د دغه ډول کښتيو کيسې په ولسي ادب او حقيقت دواړو کې ځای لري.

https://p.dw.com/p/3Y3AW
Irland Geisterschiff  MV Alta
انځور: AFP/Irish Coast Guard

د ۲۰۰۷م کال په اپريل میاشت کې د يوې څرخي الوتکې عملې يوه عجبه منظره وليده. يوه ستره کښتۍ د آستراليا له کوينلند ساحل څخه څو سوه ميله لېرې په گريت بيریر ريف کې اوبو يوې او بلې خوا ته بيوله چې منزل یې نه وو معلوم. د دې کښتۍ بادبانونه پرانيستي ول، انجن یې فعال وو او راديو او د جي پي ايس سیسټم یې هم کار کاوه. د کافي نيمه پياله، يوه ورځپاڼه او قاشقې او پنجې د « SV Kaz II» په نوم په دغه ۹،۸ متره اوږدې کښتۍ کې پر يوه میز پرتې وی خو د کښتۍ د عملي درې سره غړي موجود نه ول.

د « ghost ships» يا د ارواحوا کښتۍ کيسو يعني هغه کښتۍ چې د عملي غړي یې لادرکه شوي وي او يا مړه شوي وي، په حقيقي ژوند او فولکلور کې یې ځای خپل کړی دی.

د مثال په توگه د کپتان هيندرک فان ډیر ډيکن نوم په افسانونو کې ډېر موندل کيږي او د فلاينگ ډچ مين په نوم ياديږي. ویل کېږي چې هغه په ۱۶۴۱م کال کې د هالند د امستردام ښار څخه د ويست اندیز پر لور سفر پیل کړی وو خو هغه هیڅکله بيرته راستون نه شو. په کيسه کې راغلي چې د هغه کښتۍ د تل له پاره خپل سفر ته د ادامه د ورکولو په موخه ډوبه شوې وه. د فلاينگ دچ مين کښتۍ ته پر خرافاتو باور لرونکي بيړۍ چلونکي د ورپيښيدونکو مشکلاتو د علامت په سترگه گوري او ويل کيږي چې که څوک یې وويني نو د حادثې ښکار کيږي.

يوه بله افسانوي بيړۍ چې ډېره مشهوره نه ده، د ليدي لوبيبوند په نوم ده چې احتمالاً د ۱۷۴۸ م کال په فيبرورۍ میاشت کې د بريتانيا په کينت ساحل کې د حادثې ښکار شوې او له منځه تللې. ويل کيږي چې دغه کښتۍ په هرو پنځوسو کالونو کې يو وار بيرته راښکاره کیږي. خو په اصل کې د دې کښتۍ د پاتې شونو په اړه هیڅ څه ثبت شوي نه دي يعني روښانه نه ده چې دا کښتۍ په رښتيا موجوده او که نه؟

د دې ډول کښتيو تر ټولو تازه پېښه همدا تېره اوونۍ وليدل شوه. د ايم وي آلټا په نوم يوه کښتۍ د ایرلند ساحل ته ورسیده. دغه کښتۍ په ۲۰۱۸م کال کې خرابه شوې وه او عملې یې په سمندر کې پريښې وه. دا بې سرپرسته کښتۍ تر يوه کال ډېرې مودې سفر کولو وروسته د «دينس» سمندري طوفان د ایرلند ساحل ته ورسوله. خو د دې کښتۍ عمله چې لس کسان ول، د امريکا د ساحلي پوليسو له خوا اطلس سمندر په جنوب ختیځ کې د برمودا څخه کابو ۲۲۲۰ کيلومتره لیرې وژغورل شوه.

Gemälde von Charles Temple Dix | Der Fliegende Holländer
د دچ مين د کښتۍ خیالي انڅورانځور: picture-alliance/dpa/Photo12/Fine Art Photographs

د کيمبرج پوهنتون د مديترانې د تاريخ استاد او د «بې سرحده سمندرونه: د سمندرونو انساني تاريخ» په نوم کتاب ليکوال ډيوډ ابولافیا وايي: «د پريښوول شويو کښتيو پر تازه کيسو سربيره هم د دغه ډول کښتيو پديده دومره پراخه نه ده لکه په ماضي کې چې وه، چې سمندري داړه مارانو به کښتۍ لوټلې، مسافرین به یې غلامان کول او وژل او يا سمندر ته غورځول.»

هغه وايي چې د کارگو او يا بار وړونکې کښتيو شرکتونه په خپلو زړو کښتيو پسې ځکه هم لټه نه کوي او يا یې په سمندر کې پريږدي ځکه چې هغه مالياتي او يا بيمه انگیزه او دلایل لري. هغه زياته کړه: «د هند په سمندر کې دغه ستر مشکل موجود وو. هلته به د سوماليا غلو پر يو شمير کښتيو يرغل کاوه. دلته داسې يو احساس موجود وو چې يو شمیر شرکتونه خوښ وي چې زړې کښتۍ یې د حملې ښکار شي څو دوی ترې خلاص شي.»

د شمالي کوريا د ارواح کښتۍ

په دې وروستيو کالونو کې د جاپان ساحل ته دغه ډول بې سرپرسته کښتۍ رسيږي چې د شمالي کوريا د ارواحو په کښتيو مشهورې دي. په ځينو دغو کښتيو کې جسدونه هم وي او په ځينو کې بيا داسې کسان هم پیدا کیږي چې د کښتۍ د حادثې څخه ژوندي پاتې شوي وي.

د «کاز دو» او «ايم وي آلټا» د عصري کښتيو برعکس دغه کښتۍ زياتره وخت د لرگي وي او په اساسي خدماتو يعني جي پي ایس هم مجهزې نه وي. په دغه کښتيو کې ژوندي پاتې شوي کسان زياتره کب نيونکي وي چې ځينو یې بيرته شمالي کوريا ته د ستنېدو عريضې هم ورکړې دي. نورو بيا د پناه غوښتنه کړې ده.

د پرېښوول شويو کښتيو خطرونه

ابولافيا وايي چې دغه پريښول شوې کښتۍ ډېر خطرونه هم لري. هغه زياتوي: «بې له شکه چاپيريال ته ترې ډېر خطرونه متوجې دي.» هغه وايي چې دغه کښتۍ نه يوازې د عملې د غړو او نورو کسانو ژوند په خطر کې اچولې چې په زور او يا رضا یې دغه کښتۍ پريښي بلکې نورو کښتيو، مسافرينو او چاپيريال هم ته خطرونه لري. په سمندرونو کې د پريښوول شويو کښتيو مهارول او بيرته موندل يو ډېر مشکل او احتمالاً غیر ممکن کار دی.

بې سرپرسته کښتۍ دا خطر هم لري چې کيدای شي پر ساحلونو کې د تېلو له سترو دستگاو او يا تیل وړونکو کښتيو سره ټکر شي او په دې توگه د تېلو او نورو کيمياوي موادو سمندرونو ته د شامليدو لامل شي.

لیا کارتر