1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان «کرایي جنګیالي»؛ د لیبیا امنیت ته خطر

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د انقرې حکومت له خوا داسې جنګیالي په لیبیا کې د جنګیدو له پاره استخدامیږي چې مخکې تر دې په سوریه کې د اسد حکومت پر ضد جنګیدلي دي. دا اقدام لیبیا او ټوله سیمه لا زیاته بې ثباته کولی شي.

https://p.dw.com/p/3Xe8d
Türkei l Erdogan will Truppen nach Libyen schicken - Türkei unterstütztende Kämpfer der al-Mutasim-Brigade
انځور: Getty Images/AFP/N. Al-Khatib

د ترکیې حکومت له تیرو دوو میاشتو راهیسې نژدې دوه زره سوریایي افراطیان د لیبیا د جګړې له پاره استخدام کړي دي. له دوی څخه هر یوه جنګیالي ته به نه یوازې دا چې د میاشتې دوه زره امریکایې ډالره تنخوا ورکول کيږي، بلکې دوی ته به د ترکیي تابعیت هم ورکول کیږي. دغه کسان په سوریي کې د کړاونو ژوند تیروي او په ډیرو لږو پيسو ګذاره کوي.

د بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله په تیرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۵۰ داسې جنګیالي لیبیا ته رسول شوي دي چیرې چې دوی هلته د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه د برخمن لومړي وزیر فیاض السراج د حکومت مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې ۱۳۵۰ تنو نورو ته په ترکیه کې نظامي روزنه ورکول کیږي.

«نیویارک ریویو آف بُکس» د یوه پخواني سوریایي افسر په حواله ویلي دي چې د طرابلس د لویدیځ پر لور یوې جنګې جبهې ته د ۶۰۰۰ نورو سوریایي جنګیالیو د رسولو پلان هم موجود دی. په دې سیمه کې د لیبیا د پخواني جنرال خلیفه حفتر پوځیانو خپل تعرضي عملیات جاري ساتلي دي.

د سوریې د اپوزیسیون (د سوریې ملي پوځ)، د انقرې حکومت، د فیاض السراج (د ملي مصالحې حکومت) او نورو ښکیلو خواو له لورې د دا ډول کوم تړون یا پلان موجودیت رد شوی دی.

خو دا رپوټونه په تیر دسمبر کې د ترکيې حکومت له لورې د فیاض السراج حکومت ته د مرستې تر ډاډ ورکول کیدو وروسته راڅرګندیږي.

مصر، فرانسه، اردن او متحده عربي امارات هغه هیوادونه دي چې ویل کیږي د خلیفه حفتر ملاتړ کوي. سربیره پر دې لیبیا ته د ۶۰۰ روسي او ۳۰۰۰ سوډاني جنګیالیو د استول کیدو رپوټونه هم ورکول شوي دي.

په دې وروستیو کې په برلين کې د لیبیا په اړه د سولې کنفرانس پر اعلامیې سربیره دغه هیواد ته د کرایې جنګیالیو د استونې لړۍ روانه ده. د برلين په کنفرانس کې ترکیې، روسیې او متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونو د لیبیا په کورنیو چارو کې او په دې وسله واله شخړه کې د نه مداخلې ډاډ ورکړی وو.

د ترکیې تګلاره

د کارډین ورځپاڼې په حواله د انقرې له خوا د سوریې په شمالي برخه کې جنګیالي استخدامیږي او وروسته بیا د ترکیې له لارې لیبیا ته لیږدول کیږي. له دغو جنګیالیو سره د شپږو میاشتو له پاره یوه معاهده کیږي چې هغه د ترکي پوځ پر ځای د لیبیا له حکومت «جی ان ای» سره وي.

د رپوتونو په حواله انقره د دغو جنګیالیو د ټپي کیدو په صورت کې د هغوې د درملنې مسئولیت او ټول لګښت پر غاړه اخلي او ترڅنګ یې د وژل شویو کسانو مړي بیرته سوریې ته هم انتقالوي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله تر اوسه پورې د داسې ۱۴ کسانو مړي سوریې ته انتقال شوي دي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان بیا ویلي دي چې هیواد یې یوازې ۳۵ تنه پوځي سلاکاران د لیبیا د حکومت د مرستې له پاره استولي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز 

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: