د ارجنټاين او اسرائيل ترمنځ لوبه د ميسي په خاطر لغوه شوه
۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبهد ارجنټاين او اسرائیلو ترمنځ دا دوستانه لوبه راتلونکې شنبې ورځي ته پلان شوې وه. خو اوس د فلسطينيانو تر اجتجاج وروسته نه کيږي. په پام کې چې ارجنټاين به د فوټبال نړيوال جام سياليو ته د تياري له پاره له اسرائيلو سره دا لوبه د بيت المقدس په ديدي کوليک لوبغالي کې وکړي.
د ارجنټاين په پلازمينه بيونس آيرس کې د اسرائیلو سفارت د لوبې د لغو کيدو خبر تائيد کړ. زياته شوې ده چې : «سفارت د اسرائيلو او ارجنټاين د فوټبال لوبډلو ترمنځ د لوبې د لغوه کيدو په اړه له ډير څه ويلو ډډه وکړه خو ویې ويل چې د بارسيلونا د کلب د ستوري او ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې د کپتان ليونل ميسي پر وړاندې «تهديدونه او پارونې» د دې پريکړې سبب شوي دي.»
د فلسطنيانو غوسه
د اسرائیلو د دفاع وزیر اويدگور ليبرمن، د چهار شنبې په ورځ د لوبې د لغوه کيدو په اړه وويل چې دا لوبه د کرکې او نفرت له کبله نه ترسره کيږي.
هغه د تويتر له لارې ويلي: «دا د شرم خبره ده چې د ارجنټاين د فوټبال مشهور ستوري د اسرائيلو د دښمنانو د فشارونو په مقابل کې مقاومت ونه کړ.»
د فوټبال دا لوبه لا دمخه هغه وخت د لانجې ښکارې شوې وه چې د فلسطينيانو د فوټبال فيدراسيون مشر جبريل رجب، د ارجنټاين د لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او غږ یې کړې وو چې که لوبه ترسره شوه نو د اجتجاج په توگه دې د عربي نړۍ په لويو ښارونو کې د ميسي پوسترونه او د هغه د فوټبال کميس ته ورته کميسونه دي وسوځوي.
رجب چې له اوږدې مودې راهيسې د فوټبال په نړیوالو سياليو کې د اسرائيلو د لوبيدو مخالفت کوي، د لوبې د ترسره کيدو پر ځای نيوکې لرلې. هغه ميدان چې دا لوبه پکښې بايد شوې وای، د بيت المقدس په لويديځ کې د اسرائیليانو په سيمه کې پروت دی چې پر دغه ځای د اسرائيلو د دولت تر جوړيدو د مخه د فلسطينيانو يو کلی آباد وو. جبريل رجب وويل: «دا لوبه په يوه سياسي آله بدله شوې وه.» هغه زياته کړه: «د اسرائیلو حکومت د سياسي گټې د ترلاسه کولو په موخه هڅه کوله چې دا لوبه په بيت المقدس کې وشي.»
د لوبې د لغوه کيدو تر اعلان څو ساعته د مخه فلسطيني پلوه اجتجاج کونکي په بارسیلونا کې د ارجنټاين د لوبډلې د تمرين مرکز مخې راټول شوي او د ارجنټاين د لوبډلې کميسونه یې په سره رنگ رنگ کړي ول او د احتجاج په توگه یې رپول.
«په لوبو د گناه پريولل»
فلسطينيانو چې تل د لوبو په ډگر کې د اسرائيلو د تحريم او بندیز غوښتنه کوي، د فوټبال د دې لوبې پر لغوه کيدو یې خوښي وښووله او ويې ویل چې اسرائيل د «لوبو له لارې د فلسطينيانو پر ضد خپل جنايتونه پټوي.»
د اسرائیلو او فلسطنيانو ترمنځ ترنگلتياوو د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا بيت المقدس ته د خپل سفارت د ليږد تر پريکړې وروسته زور واخیست او کله چې دغه پريکړه عملي شوه د غزې پر پوله خونړي اخ و ډبونه وشول.
اسرائيلي عسکرو تر ۱۱۵ زيات اجتجاج کوونکي ووژل او ۳۷۰۰ نور یې ټپیان کړل خو د حکومت له خوا وويل شول چې عسکرو یې دا اقدام د خپلې دفاع په موخه کړی دی.
AFP,AP (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: