1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمدیه ډلې مشر خلک سولې او د یوه او بل منلو ته رابولي

۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د یوې غونډې په ترڅ کې د مسلمانانو د احمدیه ډلې مشر له خلکو غوښتي دي چې توپیرونه له پامه وغورځوي او د یوه او بل منل پیل کړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې په دې توګه په نړۍ کې تلپاتې سوله راتلای شي.

https://p.dw.com/p/3RrV2
Deutschland - Moschee Ahmadiyya Muslim Jamaat
انځور: AMJ

د احمدیه مذهبي ډلې مشر میرزا مسرور احمد په برلین کې د یوې غونډې په ترڅ کې خلک د توپیرونو له پامه غورځولو او د نړیوالې سولې له پاره یې د سولې په برخه کې د یوه او بل منلو ته رابللي دي.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې خلک باید د توپیرونو پر ځای مشترکاتو ته اولویت ورکړي څو په نړۍ کې تلپاتې سوله رامنځ ته شي.

د مسلمانانو د یادې ډلې د رهبر په باور، که چیرته داسې مسلمانان موجود وي چې غیر مسلمانان له خپلو حقونو محروموي...نو بیا حقیقت دا دی چې دوی په دې توګه د اسلامي زده کړو پر ضد دي.

میرزا مسرور احمد همدا راز ټینګار وکړ چې د عقیدتي مسایلو په برخه کې په قرآن کې هیڅ ځای له زور او ځواک څخه د کار اخیستلو خبره نه ده شوې. هغه زیاتوي چې هغه کسان چې د جهاد تر عنوان لاندې ترورو او زورزیاتی اروپا ته راوړل غواړي، دوی له اسلام څخه ناسم درک لري.

د احمدیه ډلې رهبر میرزا مشر وايي چې د یوه او بل منل د سولې سبب ګرځي.
د احمدیه ډلې رهبر میرزا مشر وايي چې د یوه او بل منل د سولې سبب ګرځي.انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د احمدیه مذهبي ډلې نوموړي مشر همدا راز څرګنده کړې چې اسلام د ښځو ضد یو دین نه دی بلکې اسلام لومړنی دین وو چې میرمنو ته یې د طلاق او د میراث حق منلی دی. هغه زیاتوي چې اسلام د ښځو د تعلیم او د دوی پر وړاندې له احترامه د ډک چلند څخه دفاع کوي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې اروپا ته د خپلو دیني ارزښتونو د لمنځه تللو په برخه کې خبرداری ورکړی او وايي چې داسې بریښي چې په اروپا کې ډیر کم خلک اوس په خدای باور لري.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰ میلیونه د احمدیه ډلې پیروان ژوند کوي. ویل کیږي چې له دې ډلې څخه شاوخوا ۴۰ زره یې په آلمان او په ځانګړې توګه د دې هیواد په هسن او همبورګ ښارونو کې میشت دي.

د دغه اسلامي ډلې ریښې هند او پاکستان ته رسیږي. د اسلامي نړۍ ډیر هیوادونه دغه فرقه په رسمیت نه پیژني او وخت نا وخت د دوی غړي تر تعقیب لاندې نیول کیږي.

د دې کار دلیل دا دی چې احمدیه مذهبي ډله، د میرزا غلام احمد پیروان دي هغه څوک چې د ګڼ شمیر مسلمانانو په باور د نوموړي لارښونې او څرګندونې د اسلام له لارښونو سره په ټکر کې دي.