1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر د خبرو غوښتنه

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

له کابو یوې اوونۍ بحثونو وروسته د مسیحي دیموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات د گوندونو مشرانو او د هغوی د پارلماني استازو رئیسانو سپارښتنه کړې ده، چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړیدو له پاره دې خبرې پیل شي.

https://p.dw.com/p/2qlBS
Deutschland PK Sondierungsgespräche in Berlin Merkel Seehofer und Schulz
انځور: Reuters/H. Hanschke

له پلان سره سم نن جمعه (۲۰۱۸ کال د جنوري ۱۲مه) د مسیحي دیموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات گوندونو مشرانو په پلازمینه برلین کې په یو گډ مطبوعاتی کنفرانس اعلان وکړ چې دوی موافقې ته ورسیدل چې د یو راتلونکي ستر ائتلافي حکومت پر سر اصلی خبرې اترې پیل کړي.

د هغوی د دغې پریکړې تر شا د دغو گوندونو هغه پلاوي هم ولاړ دي چې د تیرې یکشنبې له ورځي راهيسي يې یو له بل سره د یو راتلونکي حکومت د مختلفو پروگرامونو په هکله يې ژور بحثونه وکړل.

اوس درې واړه گوندونه په خپلو گوندي کړېو سره سلا مشورې کوي

په مطبوعاتي کنفرانس کې د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند مشر، مارتین شولڅ چې تر پارلماني ټاکنو وروسته یې سمدلاسه اعلان کړی وو، چې بیا به په یو ستر ائتلاف کې گډون ونه کړي، د خپل هیواد روان وضعیت ته په کتو سره یې وویل چې ولې دی اوس قانع شوی چې د یو بل ستر ائتلافی حکومت په هکله خبرو اترو ته چمتو دی: «څوک چې غواړي دغه هیواد نوی کړي او څوک چې غواړي له لاسه ورکړی اعتماد بیرته تر لاسه کړي، د همدې روحیې په رڼا کې موږ آزمایښتي خبرې اترې وکړي.»

د سوسیال دیموکرات مشر وویل چې د آزمایښتي خبرو اترو په هغه سند کې چې څه لیکل شوي دي هغه «لفاظی نه، بلکي جدي» مسایل دي، نه یوازي د سوسیال دیموکرات، بلکي دوو نورو گوندونو یعنی مسیحي دیموکرات او مسیحی سوسیال له پاره هم. شولڅ وویل: «موږ د سوسیال دیموکرات گوند په توگه په ازماښشتي خبرواترو کې د رائیو په اتفاق سره پریکړه وکړه او د گوند مشرتابه به نن دلته غونده هم وکړي او پریکړه به وکړي چې د سوسیال دیموکرات د گوند عمومی غونډې ته سپارښتنه وشي چې د گوند مشرې ته صلاحیت ورکړي ترڅو د یو راتلونکی فدرالی حکومت د جوړیدو له پاره د ائتلاف اصلی خبري اتري پیل کړي.»

د درو گوندونو مشران وروسته له دې هر یو په خپل وار سره، د خپلو گوندونو له اړوندو او صلاحیت لرونکو کړیو سره سلا مشورې کوي. دغه راز د آلمان سرپرستي صدراعظمې انگلا ميرکل هم په خپل وار سره د آزمایښتي خبرو اترو له نتایجو څخه رضایت څرگند کړ.

هغې وویل په تیرو څو ورځو کې د آزمایښتي خبرو اترو په ترځ کې د هیواد له پاره پر مختلفو پروگرامونو او مسایلو خبري او بحثونه وشول او هغه سند چې د دې خبرو اترو په نتیجه کې تر لاسه شوی د یو راتلونکي حکومت د جوړیدو له پاره خورا اهمیت لري: «پر کوم سند باندې چې موږ کار وکړ، هغه البته کوم سطحي سند نه دی، بلکي هغه یوه (لارښوونه) ده چې موږ په جدی توگه زیار باسو، نن او په دې مقننه دوره کې هغه شرایط چمتو کړو چې په آلمان کې د راتلونکو لسو او پنځلس کلونو کې هم (خلک) ښه ژوند وکړي.»

ميرکل په خپلو خبرو کې د راتلونکي حکومت هغو پروگرامو ته اشاره وکړه چې دغه هیواد ورته اړتیا لري: «دا په دې معنې چې موږ پر راتلونکو پانگه اچونو باندي خبري وکړی، هغه پانگې چې د دی هیواد او د دی هیواد وگړو، بیا په خاصه توگه  کورنیو او ماشومانو» او نورو ته خورا اهمیت لري.

د سر پرست صدراعظمی ميرکل د مسیحي دیموکرات گوند متحد، مسیحی سوسیال مشر هورست زیهوفر هم د تیرو ورځو آزمایښتي خبرو اترو د ښو نتایجو یادونه وکړه. زیهوفر چې گوند یې يو محافظه پال سیاست تعقیبوي وویل. کله چې په برلین کې د سیال گوند، سوسیال دیموکرات عمومي مقر «ویلي برنت هاوز» ته د ازمایښتي خبرو اترو د پیل له پاره ورداخل شولو، نو ديره خوشبینه ؤ. هغه وویل: «دغه خوشبیني شبږ ورځي وروسته په حقیقت بدله شوه.» د مسیحی سوسیال گوند چې د حکومت جوړوني په ډيرو ټکو کې له سوسیال دیموکرات سره یې تر اوسه اختلاف نظر درلود اوس غواړي چې په یو راتلونکي حکومت کې د اختلاف دغه ټکی سره هوار کړي.

زیهفور د آلمان د سپتمبر میاشتې د پارلماني تاکنو ناخوال نتایج د درو واړو سترو دیموکراتو گوندونو له پاره د عبرت یو درس وگاڼه: « د ټاکنو نتایج  د مسیحي دیموکرات، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات له پاره نه یوازي تر ټولو خراب نتایج ول، بلکي دا د سیاست له پاره یو سیگنال ؤ چې دا وضعت نور باید دوام ونه کړي، او د دې هیواد خلکو ته دا پیغام ورکړي چې موږ پوه شوو.»

د مهاجرو د کورنیو الحاق به محدود کړای شي

په پارلماني ټاکنو کې چې د آلمان د مهاجرو سیاست یو مهم نقش درلود، د ميرکل او د زیهفور گوندونو ډيرو زیاتو پلویانو د «المان له پاره بدیل» گوند ته رایې ورکړې. دغه گوند په اول وار وتوانید چې فدرالي پارلمان ته لاره پیدا کړي، هغه د یو دریم ستر قوت په توگه.

د  تیرو ورځو په آزمایښتي خبرو اترو کې د آلمان راتلونکی مالي سیاست، روغتیايي خدمات او بیا په خاصه توگه د مهاجرو سیاست تر ټولو لانجمني موضوعگانې وې. ویل شوي دي چې د مهاجرو په سیاست کې ښايي نور هم محدودیتونه رامنځ ته شي. د بیلگې په توگه هغه مهاجر چې په آلمان کې محدودې اقامې لري د کورنیو راغوښتل یې ښايي له دې وروسته هم له ستونزو سره جوخت وي. معنې دا چې په دې اړه کوم بندیز چې د مارچ تر میاشتي پوري نافذ ؤ، ښايي وروسته له هغې هم دوام وکړي، تر هغه پورې چې نوی مقررات تصویبيږي.

(A.K / N.Z (rtr, dpa, afp

زموږ له آرشیف څخه: