د آلمانیانو خاص عادتونه او ځانګړتياوي
آلمان ۸۲ ميليونه نفوس لري. که څه هم د دغه هیواد هر وګړی توپیر سره لري، خو د څيړنو له مخې په ډيرو عادتونو او ځانګړتیاو کې سره نږدي دي. د يو آلمانې ژوند څه ډول تيريږي؟
آلمان ۸۲ ميليونه نفوس لري. که څه هم د دغه هیواد هر وگړی يو لخ بل سره توپير لري، خو په ډيرو عادتونو او ځانګړتیاو کې سره يو ډول دي. په عادې ډول د آلمانيانو ژوند څه ډول تيريږې؟
يو عادي آلمانی يو متر او ۸۷ سانتی متره او خرمايي ويښتان لري. دغه سړی په غیر رسمې نوم لړ کې چې په کال ۱۸۹۰م کې جوړ شوی، په عمومې ډول نوم يې: توماس، ميشايل، اندرياس او يا ولفګانګ دی او په ورځ کې يې له ۴ زره تر ۱۲ زره پورې کلمې له خولې څخه وځې.
يوه عادي آلمانۍ په قد کې له يو آلماني سړي څخه ۷ سانتي متره ټيټه ده. ښځي په عمومي ډول د غيرې رسمې لستونو له مخې چې په ۱۸۹۰م کې جوړ شوي، نومونه يې اورزولا، هلګا، زابينه او يا انګرید نوميږي. یو متر او ۶۸ سانتی متر يې قد دې او په ورځ کې له خولې څخه ۲۳ زره کلمې وځي.
آلمانيان ډير کله ۱۱ بجې د خوب کټ ته ځي او د سهار په شا او خوا شپږو بجو له خوبه پاڅيږي. ۵۳ سلنه آلمانيان پړمخې بیديږي.
لکه د تل په څير د آلمانيانو په کور کې د سهار پر ۷ بجو او ۱۵ دقيقو سبانارې تیار وي. په آلمان کي دود دی چې غرمنۍ تاوده او ماښامنې کې ساړه خواړه خوري.
يو آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په منځنۍ توګه ۴۹۲ کيلوګرامه قهوه مصرفوي. په دې هيواد کې هر يو تن د قهوی مصرف په متوسط ډول۱۴۶ ليتره دې.
د هغه خوراکي محصولاتو په نظر کې نیولو سره چې پکي هګۍ ګډې وي، يو آلمانې په هرو دریو ورځو کې يوه هګۍ خوري چې دغه شمیر يې د عمر تر پايه پورې ۱۶۲۶۹ ته رسیږي. هر آلمانې په متوسط ډول په کال کې ۶ کيلو کوچ،۶۵ کیلو کچالو،۹۵ کيلو سابه، ترکاري او ۹۵ کيلو غوښه مصرفوي.
آلمانیان په کال کي ۸۰۰ ميليونه عدده ساسچ له سوس او چپسو سره خوري. په دغه هیواد کې دا خواړه تر ټولو ډير محبوبیت لري، په خاصه توګه په رستورانتونو او دفترونو کې.
هر آلمانی په متوسط ډول په کال کې له ۹۰ څخه تر۱۱۰ لیتره پورې بیر څکي. ۱۴ سلنه آلماني نارینه و ادعا کړی چې هره ورځ بير څکي.
په ۲۰۱۸م کال کې تر ۵۵ ميليونو زیات آلمانیان لږ تر لږه پنځه ورځې په سفر کې تيرې کړي. په ټوليزه توګه آلمانيان پر سفر باندې مين دي او په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعې توګه ۲۰۰ ميليونه ايرو پر سفرونو مصرف شوي دي.
يو عادي آلمانی، د خپل عمر په اوږدو کي له يو نيم ټن څخه لږ څه زيات الکترونيکی کثافات جوړوي. د هغې له جملې څخه ۲۵ د تليفون غوږې،۱۱ د قهوي جوش کولو دستګاه، اته دانې توسترونه او نهه برقي جاروګان.
يو آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په متوسط ډول نږدي لس موټرونه بدلوي چې دغه بدلون په منځني ډول هر شپږم کال ترسره کيږي.
يو آلمانی په متوسط ډول په ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کوي.هغه د خپل عمر په اوږدو کې ۱۴۷ دانې برسونه مصرفوي.
يو آلمانی په متوسط ډول په ورځ کې دري نيم ساعته تلويزیون ګوري. د تلويزیون کتل په عمومي توګه له شپږو بجو څخه پېليږی.تقريبا ۹۰ سلنه آلمانيان هره ورځ تلويزيون لیدلو له پاره کښني.
يو سګرټ څکونکی آلمانی د خپل عمر په اوږدو کې په متوسط ډول ۱۴۰ زره قوطۍ سګرت څکې. هغه د سګرټ څکلو له پاره تر۱۲۰ زره ډيري يورو مصرفوي.
يو آلمانی په منځنۍ توګه ۷۷ کاله او آلمانۍ ښځه ۸۳ کاله عمر کوي. هر يو آلمانې په کال کې له ۱۷ ځلي زیات ډاکټر ته ورځي. د ډيرو آلمانيانو د وينو ګروپ A دي.