1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني ژبې د زده کړې په برخه کي د مهاجرو ستونزي

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

ډير مهاجر د آلماني ژبې کورسونو له پای ته رسولو وروسته، ښه نتيجه اخلي.ډير شمیر ښځې بيا تکرار ته مجبوریږی. خو ډير شمير يې دغه کورسونه بيا باید تکرار کړي. په خاصه توګه ښځې او دا بيا دلايل لري.

https://p.dw.com/p/3Pmlp
Flüchtlinge  Prüfung Test Anerkennung Abschlüsse Integration
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

په لومړي سر کې ښه خبر: ډير مهاجر په ټولنه کې د مدغم کيدلو کورسونه په برياليتوب سره سر ته رسوي. دا د مهاجرو په ټولنه کې د مدغم کيدلو له پاره فدرالي اداري بامف (BAMF) په خپله څيړنه کې څرګنده کړې.

د ژبې کورسونو له پاې ته رسولو وروسته، په زده کړه کې يو شپيته سلنه يې ښه او يا ډير ښه ارزول شوي. هغه کسان چې هيڅ کورسونو ته نه دي تللی شمير يې يوازې ۱۷ سلنه دی.

خو په دې سره هر څه ښه نه ښکاري. د المان د داخله چارو وزارت د معلوماتو له مخې، زده کونکو په منځ کې د څيړنو پايلې مخ پر ځوړ ښکاري. کډوال د نورو لکه د اروپايي اتحاديې مهاجرو په پرتله په زده کړو کې کمزوری او د سواد کچه يې ټيټه ده. په تيرو کلونو کې د ژبې په کورسونو کې د برخه اخیستونکو شمير ډير شوی دی.

په منځنۍ توګه لږ شمير پناه غوښتونکې ښځې له تحصيل او مسلکې زده کړو څخه برخه منې دي. دغه راز په  هغوی کې په ژور خفګان او استرس د اخته کيدلو خطر ډير دی. سربيره پردې ښځې بايد د خپلو کوچنيو ماشومانو پالنه وکړي، نو ځکه د ژبې په کورسونو کې کمه برخه اخلي.