«د آلماني ژبي کورسونو ته لاس رسی به آسان سي»
۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعهد آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د مهاجرو له پاره د آلماني ژبي د کورسونو په لار کي خنډونه راکم کړي دي. نوموړي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲يمه نېټه) په برلين کي وويل چي په زياته بيا په کليوالو سيمو کي د مهاجرو د ټولګي له پاره د حتمي ۱۷ کسانو شمېر برابرول ډېر لوی مشکل دی. نوموړي دا څرګندونې د آلمان د ناحيو او ښارګوټو د ورځي په ترڅ کي وکړه.
ديميزير وويل چي زيات وختونه داسي هم پيښيږي چي مهاجرو نومونه د ژبي د زدکړي کورسونو ته نومول کيږي خو دغه مهاجر په کورس کي د ګډون له پاره نه حاضريږي. نوموړي وويل چي که څه چي بايد و يو کورس ته د ځان ثبتولو وروسته بايد چي ګډونوال د کورس و پېل ته تر شپږو اونيو زيات انتظار ته مجبور نه سي، خو د ګډونوالو د شمېر له کمښت له کبله بيا هم د ژبي د کورسونو پېل ځنډيږي.
توماس ديميزير وويل چي له همدې کبله يې اوس فيصله کړې ده چي د دې وروسته به د نوم د ثبتونې څخه شپږ اونۍ وروسته د کورس پېلول حتمي وي، بېله توپيره چي د کورس د ګډونوالو شمېر کم هم وي.
توماس ديميزير وويل چي د دې وروسته به دولتي مرستي د ځوانانو د روزنې او د سواد ښونې هغو کورسونو ته ورکول کيږي چي د ګډونوالو شمېر يې لس وي. نوموړي وويل چي دغه مرستي به د ادغام هغو کورسونو ته هم ورکول کيږي چي حد اقل ۱۴ ګډونوال ولري. ديميزير وويل چي يادو کورسونو ته به د ۱۷ ګډونوالو لرونکو کورسونو په اندازه مرستي ورکول کيږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):