د آلماني پوځ افغاني الاصله کارمند په خیانت تورن شو
۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبهد آلمان فدرالي څارنوالانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نیټه) وویل چې یو افغان الاصله آلماني چې د کلونو راهیسې یې د آلماني ځواکونو له پاره د ژباړونکي او سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د ایران استخباراتو ته د آلمان د حکومت د پټو سندونو د ورکړې له کبله په خیانت تورن شوی دی.
د آلمان د قوانینو له مخې د نوموړي شخص بشپړ نوم نه دی بربڼد شوی او یوازې لومړی نوم یې عبدل س. په ډاګه شوی دی. څارنوالانو وویل چې پر نوموړي شک کیږي چې د ایران استخباراتو ته یې ۱۸ محرم سندونه سپارلي دي.
په عین حال کې د «شپیګل انلاین» په نامه آلماني رسنۍ رپوټ ورکړی چې د نیول کیدو پرمهال، دغه شخص په افغانستان کې د ځواکونو په هکله حساسو معلوماتو ته لاس رسی درلود. وروسته له هغې چې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې دغه ۵۰ کلن شخص ونیول شو، د آلمان حکومت ایران ته خپل رسمي شکایت وکړ. ایران بیا دغه تورونه رد کړل. ټاکل شوې چې دغه شخص به ډیر ژر محکمې ته حاضر کړل شي.
آلمان اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د پریکړند ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري لري. د آلمان د استخباراتو په حواله، ایران، روسیه، چین او ترکیه د آلمان په هکله د جاسوسۍ په برخه کې مخکښ هیوادونه دي.
kh/ ms (ap, dpa)