1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د آلماني مسلمان هوئیت په اړه د بحث غوښتنه

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

په آلمان کې ورځ تر بلې په دې اړه بحثونه مخ پر ډیریدو دي چې د آلماني مسلمان هوئیت په اړه باید وضاحت رامنځته شي. د ځنو کارپوهانو په خبره که دا وضاحت ژر ونه شي، نو دا به هم لکه د«آلماني اسلام» په یو خصمانه اصطلاح بدل شي.

https://p.dw.com/p/33n5U
Symbolbild Islamkonferenz Betende Muslime in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې ۲۵مه نېټه) د آلمان له کولن ښار څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله مشهور ترک ټبره آلماني لیکوال او ژورنالیست ایرن ګیوویرچن، هم د هغو آلماني کارپوهانو په کتار کې شامل شوی دی چې په آلمان کې د «آلماني مسلمان هویئت» په هکله د وضاحت غوښتنه کوي. دغه کارپوه وویل چې پر دې باید په آزادانه ډول بحث وشي چې کله د «آلماني مسلمان هویئت» یادونه کیږي، نو له هغې څخه باید څه مطلب واخیستل شي؟

ایرن ګیوویرچن، په آلمان کې د الحمرا ټولنې یو له بنسټ ایښودونکو او د رهبرۍ شورای له غړو څخه دی. دا غیر دولتي ټولنه نږدې یو کال مخکې جوړه شوې وه او د دې د جوړولو هدف په آلمان کې مسلمانانو ته په مذهبي، ټولنیز او کلتوري مباحثو کې د یو پراخ پلیټ فارم برابرول دي.

ایرن ګیوویرچن، د پروتستانت کلیسایې آژانس سره په مرکه کې وویل دا چې په آلمان کې د ترکي مسلمانانو شمیر ډیر دی او د مسلمانانو استازيتوب کونکو لویو ډلو له خوا باید پر دغو موضوعاتو بحث او خبري وشي چې د بیلګې په توګه په عام ډول د جمعې په خطبه کې پرې بحث نه کیږي.

د قانون او ټولنیزو چارو د دغه ۳۷ کلن کارپوه په خبره په آلمان کې د مسلمانانو ډیري ټولنې په مثبت ډول د«آلماني مسلمان هوئیت» د وړاندې کولو په برخه کې ځکه ناکامه پاتې شوي دي چې دوی زیاتره په یو ډول نه یو ډول خپل د مهاجرت پسمنظر ژوندي ساتلو کوښښ کوي.

د ګیوویرچن په خپله مرکه کې وویل چې په آلماني ټولنه کې اړینه ده چې د«آلماني مسلمان هوئیت» تعريف مشخص کړای شي، تر څو چې د «آلماني اسلام» په څیر د وخت په تیریدو سره د مثبت پر ځای پر یوې منفي پدیدې یا ترکيب بدل نه شي.

د دغه ترک ټبره آلماني لیکوال په خبره له دغو بحثونو سره به په آلمان کې هغو غیر مسلمانو ته د دې خبرې د واضح کولو په برخه کې مرسته شوې وي چې «آلماني اسلام» او د«آلماني مسلمان هوئیت» همدمره مثبت ټولنیز ترکيب او حقايق دي، لکه په آلمان کې د اوسیدونکو نورو دینونو او مذهبونو پورې د اړونده عام خلکو هوئیت.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

هغه وویل چې په آلمان کې د مسلمانانو لویه برخه ترکي نژاده دي او د مسلمانانو پر استازيتوب کونکو ټولنو د ترکیې له سیاسي او کلتوري اغیزې څخه انکار نه شو کولی .

هغه یوه بیلګه وړاندې کوي چې: «په آلمان کې لویدونکي اکثره ځوانان ځان ترکي مسلمان بولي. په دې ډول هغه د ځان له پاره د کارونکو الفاظو، د پردې تر شاه ذهني او احساساتي اغیزو څخه محفوظ نه شي پاتې کیدلی. بل لور ته هغه مسلمانان چې په آلمان کې زیږیدلي او لویان شوي دي باید، ځانته آلماني مسلمان ووایې».

ایرن ګیوویرچن، د آلمان د کورنیو چارو وزارت په کوربتوب له مسلمانانو سره د ډیالوګ او خبرو اترو له پاره «د آلمان اسلامي کنفرانس» هم دا پروګرام جوړ کړی دی چې د دې کنفرانس په راتلونکي غونډه کې به دا موضوع مطرح کیږي. زیاته شوې ده چې په دې غونډه کې به د مسلمانانو د لوړپوړو استازو رایو په شاملولو سره د کارپوهانو په کچه په دې اړه هم بحث وشي چې «آلماني اسلام» او د«آلماني مسلمان هوئیت» څخه هدف څه دی.