د آلماني عسکرو په سونو افغان همکاران آلمان ته انتقال سوي دي
۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبهد آلمان د دفاع وزارت وياند د دوشنبې په ورځ په برلين کي ويلي دي چي په تيرو شپږو کلونو کي د آلماني عسکرو ۷۷۰ همکارانو ته په آلمان کي د اقامت اجازه ورکړل سوې ده.
هغه ويلي دي چي پر دې سربيره د دغو کسانو د کورنيو غړو چي شمېر يې نژدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسيږي هم په آلمان کي د مېشتېدو اجازه ترلاسه کړې ده.
هغه روښانه کړې ده چي دغو کسانو ته په دې خاطر په آلمان کي د اقامت اجازه ورکړل سوې ده چي هغوی له آلماني عسکرو سره د همکارۍ په خاطر له گواښ سره مخامخ ول.
د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي «د آلمان پوځ په مسئوليت سره د خپلو محلي همکارانو د مراقبت دنده لري».
د آلمان د دفاع وزارت وياند زياته کړې ده چي د دغو همکارانو د هر يوه غوښتنه يې جلا جلا بررسي کړې ده او هغه چا چي آلمان ته د سفر اجازه ترلاسه کړې ده، توانېدلي دي چي «د خپلي اصلي کورنۍ» غړي هم آلمان ته راولي.
هغه ويلي دي چي د نژدې ۲۰۰۰ غوښتليکونو په اړه لا تر اوسه پوري پريکړه نه ده سوې.
د هغه د څرگندونو له مخي د آلماني عسکرو هغه افغان همکاران چي له گواښ سره مخامخ دي، کولای سي چي حتی د خپلي کاري دورې تر پای وروسته د دوو کلونو په جريان کي آلمان ته د تگ له پاره غوښتنه وکړي.
د آلمان پوځ له ۲۰۰۱م کال راهيسي په افغانستان کي حضور لري. په افغانستان کي د آلماني ځواکونو پوځي ماموريت د ۲۰۱۴م کال په پای کي پای ته ورسيد او تر هغه وروسته د ناټو ځواکونو د «بشپړ ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني او سلا مشورو ورکولو دنده پر غاړه لري.
(n.z(dpa