1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کوم ایالتونه افغان مهاجر اخراجوي؟

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

د یوې نظر پوښتنې له مخې د آلمان له ۱۶ ایالتونو څخه یوازي درې يې بې له کوم محدودیته نه منل شوي افغان مهاجر خپل هیواد ته اخراجوي. دغه نظر پوښتنه د «ام ډي آر» تلویزون په «ایګزکت» مجله کي خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/326YO
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

دغه نظر پوښتنه چې د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو د وزارتونو پر معلوماتو ولاړه ده، له مخې يې زیاتره د بایرن، زاکسن او میکلنبورګ فورپومن، ایالتونه بې له کوم محدودیته نه منل شوي افغان مهاجر خپل ټاټوبي ته استوي.

د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې د آلمان د مرکزي حکومت او ایالتونو تر منځ یو توافق موجود وو چې یوازې د هغو افغانانو اخراج یې ممکناوه چې د آلمان امنیت ته خطر وي، کوم جرم یې کړی وي او یا هغه کسان چې له آلماني چارواکو سره د خپل اصلي هویت په ښوولو کې مرسته نه کوي.

اوس هر ایالت په خپله پریکړه کولای شي چې څوک باید افغانستان ته اخراج شي. د آلمان ډیر ایالتونه افغانستان ته د مهاجرو د اخراج لړۍ د ځنډولو علت د دغه هیواد کړکیچن امنیتي وضعیت ښيي.

همداشان د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د وضعیت په هکله یوه داخلي او محرمه اروزنه چې ایګزکت، تر لاسه کړې ده په افغانستان کې د ملکیانو ژوند له خطر سره مخامخ اټکلوي.

زموږ له آرشیف څخه: