د آلمان پوځ له الوتکې څخه په هوا کې دوه ټانکونه لویدلي
۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبهد آلمان د هوايي ځواکونو د سرچينو په حواله په دغې پيښه کې هيڅ چا ته زيان نه دی رسيدلي. ويل شوي چې له الوتکې څخه غورځيدلي دواړه ټانګونه خالي ول. دغه غيرمعمول پيښه، د يوې آلمانۍ تورنادو جيت الوتکې د تعليمي پروازونو د بيرته ستنيدو پر وخت رامنځ ته شوې ده.
زياته شوې ده چې دغې جنګي الوتکې پورې دوه ټانکونه تړل شوي ول چې په شپږ زره متره لوړه ارتفاع کې ورڅخه جلا او ځمکې ته رالويدلي دي.
د آلمان د هوايي ځواکونو يوه وياند په پیښه کې د ځاني زیان د نه رامنځ ته کیدو له کبله خوښي څرګنده کړې ده. ويل شوي دي چې په دواړو ټانکونو کې د سوند مواد نه ول. له هغو څخه يو يې وروسته د آلمان د شليسويګ هولشتاين ايالت د پانزدورف نومې سيمې په يوې کرونده کې موندل شوی.
تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې الوتکې پورې تړل شوي ټانکونه په څه دليل له الوتکې جلا شوي او غورځيدلي دي.
ks/ms (dpa, afp)