1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د آلمان پوځي الوتکې افغانستان ته پرواز نه شي کولی؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبه

د آذربایجان له لوري د اړین هوايي قلمرو له اجازې څخه ډډه کول د دې سبب شوي دي چې د آلمان د پوځ ترانسپورتي الوتکې افغانستان ته پرواز و نه شي کړای.

https://p.dw.com/p/3GRmM
MedEvac Lazarettflugzeug der Bundesluftwaffe
آرشیف انځورانځور: imago/star-media

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان د ګډو عملیاتو د قوماندې مرکز یوې ویاندې په دې تړاو د «شپیګل» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ تائید کړی دی.

ویل شوي دي چې دغه ستونزه د مارچ میاشتې له پای راهیسې موجوده ده او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې له آذربایجان سره د خبرو اترو له لارې دې ستونزې ته د حل یوه لاره ومومي.

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان اردو له افغانستان څخه آلمان ته او یا له آلمان څخه افغانستان ته د سرتیرو د انتقال له پاره د امریکا متحده ایالاتو د C-17 ډوله ترانسپورتي الوتکي کاروي. د ویاندې په وینا دغه څه کوم تاوان نه لري.

د دغې ویاندې په وینا له آذربایجان سره په «نظامي سیاسي سطحه» شخړه موجوده ده. د شپیګل د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو اردو له یوه بل هوایي مسیر څخه اروپا ته سفر کوي.

په عادي حالت کې د آلمان د هوایي ځواک دغه الوتکې هره اوونۍ د مرکزي آسیا له مسیره مزار شریف ته پرواز کوي او د A310 ډوله الوتکو څخه کار اخیستل کیږي.

(sr/nz (AFP