د آلمان پولیسو ولې دغه طلايي رنګه موټر له سړک لیرې کړ؟
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبهد آلمان پولیسو په دوسلدورف ښار کې یو طلایي رنګه موټر په دې دلیل له ترافیک څخه و ایست چې رنګ یې «ډیر روښانه» وو. پولیس اندیښمن دي چې له دې موټر څخه د نور انعکاس نورو موټر چلوونکو ته مزاحمت رامنځ ته کولی شي او د سړک ترافیک له ګواښ سره مخامخ کوي.
پولیسو تر هغه وروسته په دې اقدام لاس پورې کړ چې متوجه شول دغه «اس یو وي» موټر ډیر نور منعکسه وي او د څراغونو رڼا یې هم ډیره زیاته ده. پولیس بیا تر څیړنو وروسته یوې بلې ستونزې ته هم متوجه شول او هغه دا چې د دې موټر د شا په اشارې او سلنسر کې هم په احتمالي توګه لاسوهنه شوې ده.
تر څیړنو وروسته د موټر۳۰ کلن چلوونکي ته د دې اجازه ور نه کړل شوه چې خپل موټر وچلوي. پولیسو موټر د سړک له پاره «ناامنه» وباله او هغه یې د ترافیک له جریان څخه و ایست. بیا نو موټر چلوونکی اړ شو چې پیاده خپل کور ته ستون شي.
د پولیسو یوه ویاند هم دغه موضوع تائید کړې ده. اوس به نو کارپوهان موټر وڅیړي او پریکړه به وکړي چې ایا هغه د سړک ترافیک ته ګواښ رامنځ ته کوي او که نه.
الیوت دوگلاس/ م.س