1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د آلمان پولیس تقریباً ۳۰۰ زره کسان تر څار لاندې لري

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

د یوې آلماني رسنې د رپوټ په حواله د دې هیواد پولیس اوس مهال د څه نا څه ۳۰۰ زره داسې کسانو په تعقیب کې دي چې باید توقیف شي. د دې کسانو په ډله کې ۱۲۶ زره یې بهرنيان دي.

https://p.dw.com/p/32G6c
Deutschland Razzia gegen radikale Islamisten in Hildesheim
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د «ولت ام زونتاګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د جنايي چارو د ادارې یا «بي اې کا» د معلوماتو پر اساس په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د تیر میلادي کال په ترڅ کې ۲۹۷ زره او ۸۲۰ کسان د دې فدرالي ادارې د څار په لیست کې شامل وو. رپوټ وايي چې دا هغه لیست او کسان دي چې باید د پولیسو لخوا ونیول شي او اوس مهال تر تعقیب لاندې دي.

ولت ام زونتاګ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې زیاته کړې چې په دې شمیر کسانو کې ۱۲۶ زره او ۳۲۷ یې د بهرنیو هیوادونو اتباع دي او دوی مکلف دي چې آلمان باید ترک کړي. په عین حال کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې داسې احتمال هم موجود دی چې پرته له دې چې دوی ثبت شوي وي، له دوی څخه یو زیات شمیر یې له آلمان څه وتلي وي.

د آلمان د جنايي چارو د ادارې د څرګندونو په حواله تر تعقیب لاندې کسان، داسې مجرمین او کسان دي چې له زنداني کیدو څخه یې تیښته کړې او یا دا چې د دوی پر ضد باید د سزا حکم اجرا شوي. یادې ادارې همدا راز ویلي چې په دې کسانو کې داسې تورن اشخاص هم شته چې له خوا یې د احتمالي خطرونو د مخنیوي له پاره یې باید پر ضد  له وړاندې اقدامات عملي شي.

Deutschland Asylverfahren
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

تر تعقیب لاندې ګڼ شمیر اسلامپاله

د «ولت ام زونتاګ» په نامه دغې آلمانۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي چې د آلمان د جنايي چارو ادارې په دې هیواد کې د سیاسي انګیزې لرونکي یو زیات شمیر جنايي پیښې ثبت کړي دي. ورځپاڼه وايي چې په دې اړه د تیر کال په پرتله په شمیرو کې درې برابره لوړوالی راغلی دی او د داسې مجرمینو شمیر ۴۴۱۱ کسان ښول شوی چې زیاتره یې اسلامپاله دي.

د دې رپوټ په حواله ۳۱۵۱ د زندان حکمونه د «مذهبي ایدولوژي» په کټګوري پورې تړاو لري او د زندان ۵۹۴ حکمونه بیا په داسې مجرمینو پورې تړاو لري چې جرمونه یې ښي اړخي سیاسي انګیزې لري. زیاته شوې چې په دې ترڅ کې ۱۴۴ حکمونه بیا د چپ اړخي سیاسي انګیزې په ګټګورې پورې تړاو لري.