د آلمان پولیس: بې اسناده مهاجر هم اخراجیږي
۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبهد آلمان د فدرالي پولیسو مشر دیتر رومن وایې، هغه مهاجر چې په آلمان کې د منل کیدو شرایط نه لري، کیدای شي بې له اړینو اسنادو د دوی هیوادونو ته بیرته واستول شي.
رومن د «دویچلند فونک» رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې په نړیوالو قوانینو کې هیڅ داسې الزامې ماده نه لیدل کیږي چې له مخې د هغو کډوالو چې دوسیې یې رد شوي وي بیرته ستنول دې په پاسپورت یا نورو ورته اړینو اسنادو پوري تړلې وي.
نوموړي زیاته کړه: «مخکې تر دې یوازې د یوه غړي هیواد یا اروپایې اتحادیې له خوا د عودت یا بیرته ستنیدو پاڼي درلودلو کفایت کاوه، په داسې حال کې چې دا کار د آلمان حکومت په خپله هم کولای شي ترسره یې کړي.»
د آلمان د فدرالي پولیسو مشر وویل چې د هویت د معتبرو اسنادو نه موجودیت د دې سبب ګرځي چې پر خپل وخت د رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو بهیر وځنډیږي. همدارنګه رومن د مهاجرو د اخراج په برخه کې د فدرالي ادارې د قانوني صلاحیتونو د اجرا غوښتنه وکړه.
په اوس وخت کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره (Bamf) په دې اړه تصمیم نيسي چې آیا یو شخص د پناه مستحق دی او که څنګه.
په هغه صورت کې چې یو پناه غوښتونکی په آلمان کې د پناه مستحق و نه گڼل شي، بیا نو صلاحیت د بهرنیانو سیمه اېز دفتر او ایالتي پولیسو ته ورکول کیږي.
له همدې امله د آلمان فدرالي پولیسو باید د برلین د کریسمس پر بازار د پيښې بریدګر وروسته له نیول کیدو، ایالتي چارواکو ته سپارلی وایې.
رومن دې موضوع ته په اشارۍ سره وویل په هغه صورت کې چې دغه بهیر اړین نه وای، د رد شویو مهاجرو بیرته ستنول به ډير چټک ترسره شوی وای.
هغه زیاته کړه چې د آلمان فدرالي حکومت د مهاجرو پر مبدا هیوادونو نور تاثیر اچونکي امکانات هم په اختیار کې لري چې هدف یې اقتصادي، سیاسي او پرامختیایې همکارۍ دي.
نور مطالب