د آلمان پوليسو په يوه لارۍ موټر کې ۱۶ مهاجر موندلي
۱۳۹۷ آبان ۸, سهشنبهد آلمان د بايرن ايالت د روزنهايم سيمې پوليسو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د دغه ايالت د «ميتن والد» سيمې ته نژدې، پر ېوه لارۍ موټر شکمن شول چې د لارۍ د تلاشۍ پر مهال يې د بارونو له منځه ۱۶ مهاجر وموندل.
د پوليسو په وينا ۱۲ نارينه، يوه ښځه او درې ماشومان د لارۍ په هغه ځای کې چې بارونه پکښې ايښودل کيږي، ناست ول. پوليسو ويلي دي چې دغو کسانو ته د ټولې لارې په اوږدو کې يوازې اوبه او ډوډې ورکړل شوي ول.
دغو مهاجرو ویلي دي چې هغوی مخکې له دې چې دغه باري موټر ته پورته شي، څو ورځې يې په يوه کانتينري موټر کې هم تيري کړي دي.
دغه مهاجر د دوو موټروانانو له خوا د اتريش او آلمان له پولې، آلمان ته رسول شوي ول. د آلمان پوليسو واړه موټرچلونکي نيولي دي.
په دوی کې يو يې پاکستانی دی چې ۲۴کلن ښودل شوی او بل يې ۵۲ کلن ترکی ښوول شوی دی.
په باروړنکي موټر کې موندل شوي مهاجر پاکستانيان، ترکان، ايرانيان او عراقيان دي. د دغو مهاجرو هره يوه آلمانه د رسيدلو له پاره په زرونو يورو قاچاقبرانو ته ورکړي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: