1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په یوه لوی ایالت کي د نجونو حجاب نه منع کیږي

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

د جرمني د یوه لوی ایالت په ابتدايي مکتبونو کي د ایالتي حکومت د پخوانیو غوښتنو برخلاف د نجونو حجاب نه منع کیږي. حکومت د هغه دلیل قانوني ممانعتونه بللي، چي کیدلای سي د ادیانو په ازادۍ کي مداخله تعبیر سي.

https://p.dw.com/p/3UUXv
Bonn Schülerinnen mit Kopftuch
انځور: DW/H. Kermani

دغه خبره د نورد راین ویستفالن ایالت د ادغام د چارو سکرترې سیراف گویلر، نن دوشنبه (د ډسمبر میاشتي نهمه نیټه) د »وېسټ دویچه الگماینن« ورځپاڼي ته کړې ده او ویلي یې دي، چي دغه ممانعت د ادیانو په ازادۍ کي د مداخلې ترڅنگ د والدینو په حقوقو کي هم د مداخلې په معنی تعبیریدلای سي.

د نورد راین ویستفالن ایالت حکومت د همدې عیسوي کال په پسرلي کي اعلان کړی ؤ، چي په مکتبونو او وړکتونو کي د نجونو د حجاب منع کیدو ته تیاری نیسي. دا په داسی حال کی ده، چي سیراف گویلر هغه وخت ویلي ول: «زه د حجاب مخالفه نه یمه، بلکي پر ښځه او نر باندي د کوچنیانو د جنسي جلاوالي مخالفه یمه«.

Symbolbild Grundschülerin mit Kopftuch
انځور: Imago/photothek/L. Johannsen

 دې زیاته کړې وه چي«د وړکتونو او ښوونځيو نجوني داسي هیڅ کوم ښځينه جذابيت نه لري چې بايد پټ یې کړي.« هغې زياته کړې وه چي د حجاب کولو په باب په اسلام کي هیڅ امر نه دی سوی او دا فرض نه دی. نوموړې همدا راز ويلي ول چي د دې کبله د هغه ممانعت هم د ادیانو د ازادۍ محدودیت نه دی.