د آلمان د زاکسن د ایالت د کیمنتڅ په ښار کې د قتل د یوې قضیې څخه وروسته ښي اړخي افراطيانو د بهرنیانو او مهاجرو پر ضد له زور زیاتیو سره جوخت لاریونونه وکړل او د ښار یو شمیر هغه اوسیدونکي چې د مهاجرت پسمنظر یې درلود، د غچ اخیستو په مقصد تر تعقیب لاندې ونیول. د آلمان حکومت او دیموکراتو قوتونو دغه عمل غندلی دی. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پر دې موضوع غږیږي.