1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوځ مسلمان سرتيري تر اوسه هم ديني مشاوران نه لري

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

د آلمان په پوځ کې د مسلمانو سرتيرو د رواني ملاتړ له پاره د ديني سلاکارانو پر مسئله له ډير وخت راهیسې بحثونه کيږي. د مسلمانو سرتيرو د شمیر د ډيرېدو سربيره، د دغه هيواد د دفاع وزارت نه دی توانیدلی چې دغه مسئله حل کړی.

https://p.dw.com/p/3fvn7
Bundeswehr Soldaten Übung Wachbataillon
انځور: Bundeswehr/Sebastian Wilke

۴۱ کلنه نريمان حموتي راينکه، چې اوس د لومړۍ بريدمنۍ رتبه لري، د آلمان پوځ، د افغانستان په ماموريت کې يې برخه اخیستې او د هغو فشارونو او ويرو په اړه يې خبرې کړي چې په افغانستان کې يې د اوونيو او میاشتو عملیاتو پر مهال احساس کړي دي. هغه وايي: «ما په داسې يو وضعيت کې ځان موندلی وو چې فکر مې کاوه اوس هره مسئله په ريښتيا ډيره جدي شوې ده. اوس نو نور تمرينات نه کیږئ، بلکې د راکټونو او وسلو واقعي بريدونه دي چې تا پر نښه کوي.»

حموتي راينکه يوه مسلمانه ميرمن ده. هغه د يوه مراکشي مور او پلار څخه د آلمان په هنوفر ښار کې دنيا ته راغلې ده.

په افغانستان کې عملیاتونه

هغې چې په پوځ کې د خپلو تجربو څخه «زه آلمان ته خدمت کوم»، تر عنوان لاندې یو کتاب ليکلي، دویچه ویله ته يې وویل: «ما مې خپل کفن له ځانه سره اخيستی وو. ما ته په کار وو چې د مړينې په اړه، يو ليک خپل لارښود او مشر ته وليکم. ما بايد په دې فکر کولی چې څوک به مې د مړينې خبر والدینو ته رسوي.»

هغه مسلمان وکړي چې د سرتيري په توګه خطرناکو بهرنيو علمياتو ته استول کيږي، باید پروګرام يې ډير په وضاحت سره تنظيم کړل شي. د هغو له ډلې څخه يو هم د مسلمانو سرتيرو د رواني ملاتړ او د ديني مشورو مسئله ده کوم چې بر عکس د آلمان په پوځ کې د مسيحي او يهودي عسکرو سره په تفاوت شتون نه لري.

 ميرمن حموتي راينکه په دې اړه وويل: «دا زما له پاره تر اوسه يو تبعيض او يوه غيرعادلانه مسئله ده.» ډېر ژر بايد دغه وضعيت تغيير وکړي.

Deutschland Islamismus in der Bundeswehr Sodlatin Nariman Reinke
رايکنه د آلمان په پوځ کې د مسلمانو سرتيرو له پاره د سلاکارانو نشتون يو جدي مسئله ګڼيانځور: picture-alliance/dpa/S. Prautsch

د آلمان دفاع وزيرې، انه ګرېت کرامپ کارنباور، د جنورۍ مياشتې په پای کې د يهوديانو او مسلمانانو لوړپوړو استازو او همدارنګه د مسلمانانو د مرکزي شورا له مشر، ايمن مازيک، سره وکتل.

مازيک تر هغې وروسته دویچه ويله ته وویل: «هيڅ هم نه دي شوي.» د هغه په خبره بايد بلاخره اوس يو څه پيل شي: «باید يو ګام مخته ولاړ شو تر څو د مسلمانانو د روحي مراقبت له پاره امکانات برابر کړو.»

د آلمان په پوځ کې مسلمان سرتيري

اوس مهال د آلمان پوځ ۱۸۵ زره سرتيري لري چې په دې ډله کې ۵۳۴۰۰ پروتستانت او شاوخوا ۴۱۰۰۰ زره يې کاتوليک مسيحيان دي. داسې اټکل کيږي چې د یهودي سرتيرو شمیر ۳۰۰ او د مسلمانو سرتيرو شمیر ۳۰۰۰ دی.

د آلمان په پوځ کې پوځي اسقف، زيګورد رينک، چې په نژدې راتلونکې کې تقاعد کيږي، په وروستیو کې يې د آلمان په پوځ کې د ۳۰۰۰ نه نيولې تر ۴۰۰۰ پورې مسلمانو سرتيرو د شتون خبره کړې وه.

خو دغه ياد مسلمان سرتيري تر اوسه هم خپل ديني مشاوران نه لري چې له دوی څخه په اړوندو چارو کې ملاتړ وکړي. میرمن حموتي راينکه هم وايي چې د مسلمانو سرتيرو شمیر له ۳۰۰۰ او يا له دې څخه هم ډير دی او «دا يو مهم رقم دی.»

د آلمان دفاع وزارت په اصل کې بايد د ۱۵۰۰ سرتيرو له پاره روحاني مشاوران په اختيار کې ورکړي. په دې اړه له ډيرې مودې راهیسې بحثونه کيږي، ځکه چې د آلمان په اساسي قانون کې مذهبي مسائلو پورې اړوند د آزادۍ حق درج شوی دی.

دویچه ویله د/م.ک.ص./م.ن.ص