د آلمان په پوهنتونونو کې د مهاجرو نومليکني ته چمتوالی
۱۳۹۶ مهر ۷, جمعهد آلمان د نیدرزاکسن ایالت د زده کړو د چارو وزیر ګابریل هاینن کیایج وړاندوینه کوي چې راتلونکی کال به په زرونو مهاجر د دې ایالت په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو په موخه نوم لیکنه وکړي. کیایج د «نوین اوسنابروکر څايتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته څرګنده کړې چې د دې مهاجرو د ښه چمتو والي له پاره دوی ته د آلماني ژبې کورسونه په پام کې نیول شوي دي.
د نیدرزاکسن ایالت دغه چارواکي همدا راز زیاته کړه چې «موږ اوسمهال په کلني ډول دغو راز زرو کسانو ته د آلماني ژبې د زده کړي کورسونو زمینه برابروو چې تقریباً اوس ټول ځایونه ډک دي.»
کیایچ همدا راز زیاته کړې چې د ژبې د کورسونو تر پای ته رسولو وروسته ټول فارغین نه غواړي چې لوړي زده کړې وکړي، بلکي ګڼ شمیر دغه راز کسان پوهنتونونه پریږدي. د هغه په وینا، تراوسه پوري په نیدرزاکسن ایالت کې شاوخوا ۱۰۰ مهاجرو په پوهنتونونه کې نوم لیکنه کړې ده.
پر دې توپیرونو سربیره، د دې ایالت د زده کړو وزیر هیله من دی چي «دغه شمیر به د پام وړ زیات شي.» د هاینن کیایک د څرګندونو پراساس دغه ایالت د ۳۶ میلیونه بوديجې زياته برخه یوازي د مهاجرو د ژبې په کورسونو مصرفوي.
په دې راز کورسونو کې د آلماني ژبې له ابتدايي مرحلې نیولې تر داسې کچې پوري چي بیا دوی زده کړي په وکړای شي. پر دغو مصارفو سربیره، د ژبې په ځانګړو او لنډمهاله کورسونو باندې دغه ایالت بیا شاوخوا ۴،۷ میلیونه یورو مصرف ته اړتیا لري.
له ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه مهال چې په آلمان کې د مهاجرت کړکیچ پیل شوی، د دغه ایالت د ژبې په ابتدايي کورسونو کې شاوخوا ۲۹ زره مهاجرو برخه اخیستې.
د دې ایالت د زده کړو وزیر په دې هکله وايي: «د ژبې په کورسونو کې زیاتره برخه اخیستونکي مهاجر په دې توانیدلې چې د کار بازار ته هم لار پیدا کړي.» هغه زیاتوي چې دا به د شرم وړ خبره وي چې له دې راز ظرفیتونو څخه ګټه وا نه خیستله شي.
زموږ له ارشيف څخه: