د آلمان په هاناو ښار کې د ډزو په ترڅ کې ۱۱ تنه وژل سوي
۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبهپه هاناو کې د ډزو په ترڅ کې د ۱۱ کسانو تر وژل کیدو وروسته د نوموړي ښار ښاروال کلاوس کامینسکي د قربانیانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې. نوموړي وويل: « په دې ډول د قربانیانو له کورنۍ او دوستانو سره خپله سخته خواخوږي اعلانوم او هغوی ته د زړه صبر غواړم».
هغه خپلی دغه څرگندونی د پنجشنبه په سهار د فیسبوک له لارې وکړې او زیاته یې کړه چې د پولیسو د معلوماتو له مخې د قربانیانو په ډله کې شکمن برید کوونکی هم شامل دی. د پیښې د جزیاتو په هکله لا پلټنی رواني دي.
سربیره پر دې کامینسکي لیکلي چې د پنجشنبه په ورځ به یو مکتب او دوه نور د کوچنیانو د پالني ځایونه تړلي پاته وي: « پر تگ راتگ باندی د بندیز او روانو پلټنو له امله به د هاینریش هاینه مکتب او د کیندر بورگ او کیندر ویست په نامه د ماشومانو روزنځایونه تړلي پاته سي.»
د هیسن ایالت په دغه ښار کې چهارشنبه د شپې نهه انسانان په دوو مختلفو ځایونه کی په ډزو ووژل سول. تر دې پیښې څو ساعته وروسته، پولیسو د یوه شکمن بریدگر جسد د هغه په آپارتمان کې پیدا کړ. ځانگړو ځواکونو بیا د یوه بل کس جسد هم وموند.
د هاناو ښار د فرانکفورت په ۲۰ کیلومترۍ کی واقع دی او شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس لري.