1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په هامبورګ ښار کې یو افغان وژل شوی

۱۳۹۷ تیر ۲۳, شنبه

د آلمان د پولیسو په حواله په هامبورګ ښار کې یو افغان په ډزو وژل شوی دی. د پيښې شکمن بریدګر نیول شوی او څیرنې هم پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/31RpA
Deutschland Dieselfahrverbots-Kontrolle in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/B. Marks

د ایسوشیټډ پریس خبري آژانس د آلماني چارواکو په حواله ویلي دي چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای میاشتې ۱۳) په هامبورګ کې یو افغان تبع په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی. وژل شوی کس ۲۶ کالن ښودل شوی. دا په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د برید انګیزه نه ده معلومه شوې.

پولیسو شکمن بریدکونکی نیولی او تحقیقات یې پیل کړي دي. د هامبورګ د پولیسو ویاند اولف اوندراک، رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه د جمعې په ورځ وروسته له غرمې رامنځته شوې او شکمن بریدګر یې نیولی دی.

هغه وویل چې ۲۳ کلن شکمن برید کونکی په موټر کې سپور شو او هڅه یې وکړه چې د پيښې له ځای څخه تیښته وکړي، خو د پولیسو د بیړني غبرګون په پایله کې ونیول شو.

ویل کیږي چې نیول شوی شکمن قاتل هم افغان دی او د آلمان هیواد تابعیت لري. د وندراک، په خبره دا چې د دغه وژونکي برید انګیزه څه ده تر اوسه پورې نه څرګنده.

ویل شوي کله چې مقتول د زیبایې اندام له کلپ څخه ووت په ډزو وویشل شو. د پولیسو په حواله له لومړنیو څیړنو څخه معلومیږي چې دا یو منظم جرمي عمل وو. پولیسو د پيښې د تفصيل وړاندې کولو پر مهال ویلي دي کله چې وژل شوی ځوان د بدن د ښکلا له کلپ یا جیم څخه ووت او د موټر د پارکینګ پر لور روان شو، نو شکمن بریدګر له مخکې نه هلته موجود وو او پر دې یې ډزې وکړې.

کله چې شکمن قاتل په خپل موټر کې د تېښتې هڅه وکړه د پولیسو له خوا ونيول شو. د سیمه ایزو رسنیو په حواله د پېښې په اړه د اطلاع له ترلاسه کولو سره سم په ډیر شمیر کې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل او یوې چورکې هم له هوا څخه څارونه کوله.