1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د آلمان پر پارلمان هکري برید او پر مسکو د میرکل درانه تورونه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې د روسیې د نظامي استخباراتو ادارې "GRU" پورې د اړوندو هکرانو له خوا ددغه هیواد پر پارلمان ترسره شوي برید له کبله پر مسکو شدید انتقاد کړی. انګلا میرکل په عین وخت کې ویلي هڅه کوي له روسیې سره ښې اړیکې ولري.

https://p.dw.com/p/3cCyP
Deutschland Bundestag | Befragung der Bundesregierung: Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: Imago Images/C. Thiel

د آلمان صدراعظمې د چهارشنبې په ورځ (د می میاشتې ۱۳ نیټه) د آلمان په پارلمان یا بونډسټاک کې د وینا پر مهال د روسي هکرانو له خوا د پنځه کاله مخکې پر بونډسټاګ ترسره شوې انټرنټي برید په هکله د «قوي شواهدو» خبره وکړه: «مونږ دا په بشپړ ډول جدي نیسو، ځکه په دې برخه کې تحقیقات ډیر دقیق وو.»

پنځه کاله مخکې د هکرانو برید د څو ورځو له پاره د آلمان د پارلمان کمپیوټري سیستم له کاره غورځولی وو. هکرانو هڅه کړې وه چې د پارلمان د استازو ایمیلونو ته لاسرسی پيدا او له دې لارې اطلاعات غلا کړي.

د جرمني د لوی څارنوالۍ له خوا تر تحقیقاتو وروسته مشخص شول چې د روسیې د نظامي استخباراتي ادارې "GUR" یو تن له کارکونکو او همدارنګه د «ای پي ټي ۲۸» ډلې یو تن غړي په دې برید کې لاس درلود او د څارنوالۍ له خوا دوی ته د بین المللي جلب او احضار حکم صادر شو.

«ایراني هیکرانو د امریکا انتخاباتي کمپاین هدف ګرځولی»
مخکې تر دې د «شپيګل» آلمانۍ ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی وو چې په پارلمان کې د انګلا میرکل دفتر هم له دې هکري برید څخه په امان کې نه وو پاتې شوی.

د هیبریدي جنګ ستراتیژي
د آلمان صدراعظمې چې د وکیلانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول زیاته کړه: «که صادقانه ووایم دا موضوع ماته ډیره دردونکې ده. طبیعي خبره ده چې په دې برخه کې به مناسب ځوابونه ورکړم، حتی د روسيې په مقابل کې هم .»
انګلا میرکل د خپلو خبرو په یوه برخه کې د روسیې د «هیبریدي جنګ ستراتیژي» په دوو برخو د«غلطو اطلاعاتو» او «ګمراه کونکې» برخو باندي وویشله او زیاته یې کړه: «باید متوجه اوسو، دا یو تصادف نه وو، بلکې هغه سترتیژي ده چې دوی یې کاروي.»

د آلمان صدراعظمې ټینګار وکړ چې هڅه کوي له روسیې سره ښې اړیکې ولري، خو د روسیې چلند «د باور او اعتماد وړ همکاري» زیانمنه کړې ده. هکرانو د ۲۰۱۵م کال په می میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د جعلي ایمیلونو په استولو سره د آلمان د پارلمان کمپیوټري سیستم ته لاره پيدا کړې وه.
دویچه ویله: ش.ن/ ګ.پ