د آلمان پر لور د مهاجرت د غلطو اوازو ضد حقايق
۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبهټاکل شوی ده چې نن د دوشنبې په ورځ به د RumoursAboutGermany.info په نوم په آلمان کې د مهاجرت اړوند موضوعاتو په هکله معلوماتي انترنيت پاڼه خپل کار پیل کړي. په دغه پاڼه کې به په آلمان کې د مهاجرو د منل کیدو اړوند غلطي اوازې و ارزول شي. دغه معلومات به په عربي، فرانسوي او آلماني ژبو خپریږي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه انترنيت پاڼي د پرانیستي پر مهال ویلي دي: «موږ غواړو چې دلته د هغو انسانانو د راتګ مخه ونیوله شي، چې د دې ځای د ستونزمن وضعیت په اړه له غلطو هیلو سره د آلمان پر لور را روانیږي. له دې امله موږ د دغو اوازو په ځواب کې معلومات خپروو».
په دې انترنيت پاڼه کې د قاچاقبرانو «هغه ۷ لوې دروغونه یا غلطې اوازې» چې دوی یې د آلمان پر لور مهاجرت ته د خلکو د هڅونې په موخه خپروي ذکر شوي دي. د بیلګې په توګه:
-«آلمان یوازي د افغان مهاجرو له پاره ۸۰۰ زره کارځایونه ریزرف کړي دي».
غلط: د کوم ځانګړي هیواد د مهاجرو له پاره هیڅ ډول ځانګړې سهمیه یا ونډه وجود نه لري. هر مورد جلا جلا په پام نیول کیږي.
-«هر یو مهاجر ۲۰۰۰ يورو د ښه راغلاست پيسو په توګه ترلاسه کوي» او «آلمان هر مهاجر ته یو کور د سوغات په توګه ورکوي». دا له حقیقت سره هیڅ اړخ نه لري.
-«که آلمان دې خوښ نه شو، نو په ډیري آسانۍ درته د کاناډا ویزه درکوي.»
د دغو آوازو په هکله د آلمان خبري آژانس په انترنيت پاڼه کې لا د پخوا څخه لیکل شوي دي: «دا په بشپړ ډول مزخرفي خبري دي. د آلمان او کانادا تر منځ او یا له کوم بل هیواد سره د داسې مواردو په اړه هیڅ موافقه نه سته.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د RumoursAboutGermany کمپاين اصلي هدف دا دی چې یوازي قاچاقبرانو ته اجازه ور نه کړای شي چې په انترنيت کې د آلمان په هکله غلط معلومات خپاره کړي.
دغه نوې انترنيت پاڼه د هغه کمپاين یوه برخه ده چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په افغانستان پاکستان او شمالي- لویدیځ افریقا کې د لویو لوحو، پلاکاټونو، بلوګ، تلویزیون او راډیوي پروګرامونو په مرسته خلکو ته د رښتني معلومات رسوني په موخه جریان لري.
دغه انترنيت پاڼه به د یاد کمپائن هغه فعالیتونه چې تر اوسه پوري یې کړې دي له انټرنټ سره وصل کړي.
زموږ له ارشيف څخه: