1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ټاکنې ـ سوسيال ديموکرات ګوند لومړی مقام ګټلی

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

په آلمان کي د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ تر ټاکنو وروسته داسي نخښي نښانې زياتي سوي دي چي واک به تغير سي. سوسيال ديموکرات ګوند به ښايي د زرغون او لبرال ګوند سره د ائتلاف جوړولو هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/40ufS
Bundestagswahl 2021 | Wahlparty der SPD
د سوسيال دموکرات ګوند مخکښ کانديد، اولاف شولتڅانځور: Lisa Leutner/AP/picture alliance

د يکشنبې په ورځ په آلمان کي پارلماني ټاکنې تر سره سوې. د دغو ټاکنو غيرحتمي پايلي ښيي چي په لوی احتمال به د صدراعظمۍ چوکۍ د سوسيال ديموکرات ګوند په برخه سي. انګلا مېرکل له سره په دغو ټاکنو کي صدراعظمۍ ته کانديده نه وه. په دې توګه دا مخکي له مخکي لا څرګنده وه چي د مېرکل ۱۶ کلنه دوره پای ته رسيږي. خو دا چي د هغې مسيحي اتحاد ګوندونه به دومره په لوړه اندازه د ۲۰۱۷م کال په پرتله رايي بايلي، ښايي د دغه ګوند سياستوالو يې اټکل نه ؤ کړی.

تر دوشنبې سهاره د شمېرل سوو رايو له مخي صدراعظمۍ ته د کانديد آرمين لاشيت مسيحي اتحاد صرف ۲۴،۱ فيصده رايي خپلي کړي دي. په دې توګه نو د سي ډي يو او سي ايس يو دغه اتحاد د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۸،۹ فيصده کمي رايي ګټلي دي. آرمين لاشېت د سي ډي يو ګوند رئيس او د آلمان د تر ټولو زيات نفوس لرونکي نورد راين وېستفالن ايالت لومړی وزير دی.

د سوسيال ديموکرات ګوند چي مخکښ کانديد يې د مېرکل په ائتلافي حکومت کي د صدراعظمۍ مرستيال او د اقتصادي چارو وزير اولاف شولتڅ ؤ، په دې توانېدلی چي د مخکنيو ټاکنو په پرتله ۵،۲ فيصده زياتي يعني ۲۵،۷ فيصده رايي په لاس راوړي. په دغه بريا کي د نورو فاکتورونو تر څنګ د مخکښ کانديد شولتڅ شخصيت هم يو لامل ګڼل کيږي.

Bundestagswahl 2021 | Wahlparty der CDU
د مسیحي اتحاد مخکښ کانديد، آرمين لاشېت ټاکل سوي هدف ته په رسېدو کي پاته راغلیانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان زرغون ګوند چي د صدراعظمۍ له پاره يې خپله شريکه رئيسه، انا لېنا بېربوک هم کانديده کړې وه، په ټاکنو کي يې ۱۴،۸ فيصده رايي ګټلي دي. په دې توګه سره نو دغه ګوند د ۲۰۱۷ کال د پارلماني ټاکنو په پرتله ۵،۹ فيصده زيات رايه اچونکي ځان ته راجلب کړي دي.

د آلمان لبرال ګوند اف ډي پي په دې توانېدلی چي ۱۱،۵ فيصده رايي وګټي. دغه ګوند د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو په پرتله صرف د ۰،۸ فيصدو زياتو رايو په لاس راوړلو بريالی سوی دی.

د آلمان له پاره بديل ګوند اې اف ډي چي ښې اړخه او د مهاجرت منتقد ګوند دی، د غير حتمي پايلو له مخي يې ۱۰،۳ فيصده رايي ګټلي دي. په دې توګه دغه ګوند د ۲۰۱۷م کال د ټاکنو په پرتله ۲،۳ فيصده رايي بايللي دي.

د چپيانو يا کيڼ ګوند تر اوسه د شميرل سوو رايو د شمېر له مخي صرف ۴،۹ فيصده رايي ګټلي دي. خو دا چي د آلمان د قانون له مخي صرف هغه ګوندونه و پارلمان ته لاره موندلای سي چي حد اقل ۵ فيصده رايي يې ګټلي وي، نو ښايي د مېرکل د حکومت پر وخت د حزب اختلاف دغه چپي ګوند له سره و پارلمان ته لاره پيدا نه کړي. خو دغه ګوند به بيا هم توانېدلی چي و پارلمان ته په مستقيمه توګه درې ګټونکي کانديدان ولېږي.

Bundestagswahl 2021 | Wahlparty der Grünen
د زرغون ګوند شریکه رئيسه، انالېنا بېربوک د صدراعظمۍ چوکۍ ته کانديده وهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

څوک به حکومت جوړ کړي؟

د ټاکنو لومړنۍ پايلي ښيي چي يو ګوند هم په يوازي سر حکومت نسي جوړولای ځکه چي حکومت جوړولو ته حد اقل تر پنځوسو فيصدو زياتو پارلماني چوکيو ته اړتيا وي. خو دا خبره تر مخه هم تقريبا معلومه وه چي هيڅ ګوند به مطلق اکثريت په لاس نه راوړلای سي. اوسنۍ پايلي البته ښيي چي په لوی احتمال به د ائتلافي حکومت جوړولو له پاره درو ګوندونو ته اړتيا وي.

دمګړی ټول بريالي سوي ګوندونه دې ته چمتو والی نيسي چي د راتلونکي حکومت په تړاو د ممکنه ائتلافي جوړښتونه خبري اتري شروع کړي. دغه ګوندونه د ټاکنو وروسته ۳۰ ورځي لري چي ائتلاف او حکومت جوړ کړي. په دې توګه نو بايد د اکتوبر تر ۲۶مې پوري حکومت جوړ سوی وي.

په داسي حال کي چي سوسيال ديموکرات ګوند تر ټولو زياتي رايي ګټلي دي، خو د مسيحي اتحاد مخکښ کانديد آرمين لاشېت اعلان کړی دی چي د حکومت جوړولو له پاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي. تېره حکومتي دوره کي مسیحي اتحاد او سوسيال ديموکرات ګوند په ګډه ائتلافي حکومت کاوه چي په آلمان کي ورته د »لوی ائتلاف« خطاب هم کيږي. يعني چي تر ټولو لوی دوه ګوندونه ائتلاف وکړي. د شمېرو له مخي بیا يو لوی ائتلافي حکومت جوړېدل ممکن دي، خو په سياسي توګه د دې امکان ډېر کم دی. دا ځکه چي دواړه ياد ګوندونه دې ته زړه نه ښه کوي.

يو بل ائتلاف چي مخکي له مخکي لا څرګنده وه چي ممکن به نه وي، هغه ائتلاف دی چي پکښي ښې اړخي د آلمان له پاره بديل ګوند اې اف ډي برخه وال وي. ټولو مطرح ګوندونو تر مخه لا دا څرګنده کړېوه چي د اف ډي پي سره به هيڅکله هم ائتلاف کولو ته زړه ښه نه کړي.

د دې له پاره چي سوسيال ديموکرات ګوند يا مسیحي اتحاد ګوند حکومت جوړ کړلای سي، نو به د زرغون او لبرال ګوند شراکت ته اړ وي. له همدې کبله به اوس سوسيال ديموکرات ګوند کوښښ کوي چي د زرغون او لبرال ګوند سره خبري اتري شروع کړي او ورسره پر يو ګډ حکومت تفاهم ته ورسيږي. مسيحي ديموکرات ګوند به هم د زرغون او لبرال ګوند د قانع کولو له پاره هلي ځلي پېلوي. خو زیات امکان د دې ليدل کيږي چي په آلمان کي به د راتلونکي حکومت صدراعظم د سوسيال ديموکرات ګوند مخکښ کانديد اولاف شولتڅ وي.

آ. ک.ش./ا.ا./ن.ز.