1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يو ايالت د سلفيانو په مرکز بدل سوی

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

د آلمان د نورو ايالتونو په پرتله په نورد راين وېستفالن ايالت (NRW) کي تر ټولو زيات سلفيان سته. که څه هم چي د سلفيانو حلقې اوس زيات پام ځان ته نه اړوي، خو دغه حلقې لا فعالي او د بدلون په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/36vHc
Köln Salafisten Veranstaltung
انځور: picture-alliance/dpa

لا تر اوسه په انټرنټي پاڼو، لکه يوټيوب کي و اسلام ته د اوښتلو پر وخت ثبت سوي زياتي ويديوګانې موندل کيږي. لکه د پيېرفوګل په نوم سلفي واعظ يوه ويډيو چي په ۲۰۱۰م کال په آلمان کي د سلفيانو د تبليغ د اوج پر وخت ثبت سوې ده.

فوګل يوې مېرمني ته چي غواړي اسلام ته واوړي، په مايکروفون کي وايي: «هغه څه تکرار کړه چي زه يې وايم» او بيا هغه په دغې مېرمني د شهادت کلمه تکراروي. په دې ويډيو کي ښوول کيږي چې د آلمان د هېسن ايالت په اوفنباخ کي راټول سوي او اسلام ته د دغي مېرمني اوښتل لمانځي.

تر ۲۰۱۶م کال پورې په آلمان کې سلفي حلقو په زياته خوداعتمادي او تونده توګه ځان په عامه محضر کي وړاندي کاوه. هغه مهال لوی ږيرو کسانو، لکه پيېرفوګل په زياته بيا د آلمان په لوېديځ کي په آلماني ژبه د قرآن پاک نسخې د «LIES!» يا ولوله په نوم شخړيزي پروژې په ترڅ کي ويشل کيدلې.

هغوی په عامه محضر يا د ښارونو په مرکزونو کي له اسلامه د خپل توند تعبير تبليغ کاوه. په دې ترڅ کي د «اسلامي سيمينارونو» په نوم غونډو کي په ټول هيواد کي غير مسلمانان اسلام ته را اړول کېدل. دغو کسانو خپل وزګار وخت هم د کباب په مېلمستياؤ او يا هم فټبال لوبو په ترڅ کي له خپلو عقيدوي ورونو او خوېندو سره او په دې توګه په يوه موازې نړۍ کي تيراوه.

تر بنديز وروسته

اوس د (LIES!) پروژه ختمه سوې ده. دا ځکه چي په ۲۰۱۶م کال کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت د «حقيقي دين» نوم هغه اتحاديه منع اعلان کړه چي د قرآن پاک ويشلو ياده پروژه يې پر مخ بيوله.

هغه وخت د آلمان د اساسي قانون د ساتنې استخباراتي ادارې ليکلي ول چي دغه اتحاديه: «داسي نظر لرونکې وه چي قانوني نظم بې بديله يو اړخ ته کوي او د وسله وال جهاد پلوي کوي. دغه اتحاديه په ټول آلمان کي د اسلامي جهاديانو او داسو کسانو د جلبولو او يوځای کېدو مرکز ؤ چي د جهادي او افراطي اسلام تمايل له کبله سوريې يا عراق ته يې د تگ هيله لرله.»توندلاري سلفيان په عام محضر کي نور کوم خاص حضور نه لري. خو هغوی ورک سوي هم نه دي. جان اورهان د هغوی په هکله وايي: «د هغوی ډير فعاليتونو له عامو خلکو پټ تر سره کيږي.» جان اورهان د «حيات» په نوم هغي پروژې يو مشاور دی چي په ټول آلمان کي له توندلارۍ څخه د کسانو د بېرته را اړولو له پاره کار کوي.

Berlin Salafisten verteilen Koran Bücher
د قرآن پاک د مفتو نسخو د وېشلو پروژه په ټول آلمان کي فعاله وهانځور: Getty Images/A. Berry

اورهان د آلمان په بون ښار کي د يوې ودانې په دريم پوړ کي د يادي پروژې په يوه داسي دفتر کي کار کوي چي نه يې د کور پر دروازه کومه لوحه يا نوم ليکل سوی او نه يې هم پر انټرنټ کوم ادرس خپور سوی دی.

د دغې پروژې يوازي د تليفون نمبر خپريږي. دا له دې کبله چي د دغې پروژې د «مشتريانو» يا ورسره تماس نيونکو کسانو له پاره دا ډېره مهمه ده چي ناپېژندل سوی پاته سي. جان اورهان يو له هغو کسانو څخه دی چي له داسو خلکو سره کار کوي چي يا سلفيان او يا جهادي توندلاري سوي دي. نوموړی د هغو کسانو سره هم کار کوي چي له يادو ډلو څخه وتلي او يا له دباندي بېرته آلمان ته راستانه سوي دي.

اورهان وايي چي سلفيان اوس د جلب زياتره کار د انټرنټ، وتس اپ يا دې ته ورته لارو کوي. دا د استخباراتو له خوا پر دغو حلقو د نظر ساتلو کار ډېر ستونزمن کوي. د اساسي قانون د ساتنې د آلمان د نارد راين وېستفالن ايالتي څانګې رئيس، بورکهارد فراير وايي چي «سلفيت و تبليغ او د نوو غړو جلب ته زيات تمايل لري». فراير وايي چي په عام محضر کي د سلفيانو تبليغ کم سوی خو تبليغ بيا هم ادامه لري. د اساسي قانون د ساتنې د ايالتي څانګي دغه رئيس له دويچه ويله سره په خبرو کي پر دې ډېر ټينګار کاوه چي ګواکي اوس د سلفيانو شمېر نور د زياتېدو په حال کي نه دي.

سلفيت بېل ډولونه لري

د آلمان په بل هيڅ ايالت کي دومره زيات سلفيان نه سته لکه په نورد راين ويستفالن کي چي سته. د دې تر څنګ بل د هيڅ ايالت سلفيان په دومره زياته اندازه توندلاري سوي نه دي چي له «داعش» سره د يوځای کېدو له پاره له آلمان څخه دباندي ولاړ سي. دا په داسي حال کي ده چي داعش ډله تر ډيره له منځه تللې ده. له آلمان څخه په نژدې ۱۰۰۰ وتلو کسانو کي ۳۰۰ کسان له نورد راين ويستفالن ايالت څخه وتلي دي. د دې تر څنګ په عملي توګه په تيرو کلونو کي په آلمان کي پر اسلامستي تمايل ولاړ ترسره سوي بريدونه داسي کسانو کړي دي چي په سلفيت کي توندلاري سوي ول. په دغو کي انيس امري هم شامل دی چي د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر مياشتي پر ۱۹مه نېټه يې په برلين کي د کرسمس په بازار کي پر خلکو بريد وکړ چي ۱۲ انسانان پکښې ووژل سول. دغه بريد په آلمان کي تر ټولو خونړی اسلامستي بريد ؤ.«طبعاً هر سلفي په اوتوماتيکه توګه ترهګر نه دی، خو هر افراطي د ترهګر تر مخه سلفي ؤ.» دا خبره د ټولو هغو کسانو سره په خبرو کي موږ واورېدله چي له سلفي حلقو سره په تماس کي سوي دي. که هغوی استخبارتي کسان، استادان او که په بون کي د «حيات» پروژې کارګر ول. بون ښار په ټول آلمان کي د سلفيانو د مرکز په توګه پېژندل کيږي.

سلفيت په اسلام کي دننه يو داسي استقامت دی چي زيات ټينګار يې پر مخکنيو وختونو يا «اسلافو» دی. د سفليت منونکي صرف قرآن پاک او د حضرت محمد ص سنت او د هغه د اصحابو طريقه مني. اسلامستي نظريه يوه داسي توندلارې او کلتورضد نظريه ده چي په زیاته بيا د حدونو رامنځ ته کولو او انزوا مقصد پر مخ وړي.

په سلفيت کي زیات داسي کسان سته چي خپل سخت تعبير صرف په خپل شخصي ژوند کي پر خپل ځان تطبيقوي او خپله عقيده په شخصي توګه پالي. خو يوه لویه برخه د سياسي سلفيانو ده چي د يوه شريعي دولت هيله لري. هغوی د آلمان د اساسي قانون په شان د لوېديځ قوانين نه مني. د هغوی له پاره یوازنی قانون د «شريعت» قانون دی.

مخ اړونکي که ګواښ پېښوونکي

د «شريعت» نظام غوښتونکو سلفيانو او د جهادستانو تر منځ د تلو راتلو وړ يوه پوله سته. جهاديان د اسلامي دولت د رامنځ ته کولو له پاره تاوتريخوالي ته هم چمتو وي. اټکل کيږي چي د آلمان په نورد راين ويستفالن اياليت کي به په ټوليزه توګه ۳۰۰۰ سلفيان وي چي ۸۰۰ يې تاوتریخوالي ته چمتو دي. د آلمان ياد ايالت د نفوس له مخي تر ټولو لوی ايالت دی.

په دغه ايالت کي د سلفيانو ۱۲ سلنه مېرمني دي. خو هغه سلفيان چي سوريې يا عراق ته تللي دي، په هغوی کي د ښځو سلنه ۲۸ او په دې توګه تر دوه چنده لا زياته ده. له همدې کبله سلفياني او ماشومان يې د دولت تر ځانګړې څارنې لاندي دي. په زياته بيا هغه ښځي تر زياتې څارنې لاندي دي چي له «خلافت» يعني داعش له سيمو څخه بېرته آلمان ته راستنې سوي دي.د دغو مېرمنو ماشومان اوس په بون ښار کي و وړکتونونو او ښوونځيو ته ځي. جان اورهان د دغو ماشومانو له پاره د داسو ارواپوهانو غوښتنه کوي چي د رواني تکانونو او د ديني اړخونو په هکله ورسره مرسته وکړای سي.

Symbolbild Mädchen Frauen Salafismus
له NRW څخه د داعش سيمو ته تلونکو څخه نژدې دريمه برخه مېرمنې وېانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
Syrien IS Kämpfer in Raqqa
نژدې ۱۰۰۰ کسان له آلمان څخه د داعش و سيمو ته ولاړل چي ټول سلفيان ولانځور: picture-alliance/AP Photo

په بون کي د ادغام ځانګړې مسؤله کولېتا مانه مان، هم د داعش له سيمو څخه له بيرته راغلو ښځو او ماشومانو سره مصروفه ده. هغه وايي چي د دغه شان ښځو او ماشومانو په تړاو بايد د ځوانانو اداره، وړکتونونو او ښوونځيو ته پوهاوی ورکړل سي. مانه مان، وايي چي له يو اړخه بايد دوی ته د نوي پيل او په ټولنه کي د ادغام چانس ورکړل سي او له بله اړخه بايد دې ته هم پام وسي چي، داسي نه چي دغه مېرمني خپل ماشومان توندلاري نه کړي.

جان اورهان وايي چي له سوريې او عراق څخه بېرته راستنې سوي ښځي په فردي توګه په خپل دريځ کي يوه له بلي سره توپير لري. هغه وايي چي د دغو ښځو ځينو يې له خپلي پخوانۍ مفکورې څخه مخ اړولی او ترې ناهيلي سوي دي. د هغه په خبره، خو ځيني داسي مېرمني هم سته چي تر اوسه لا د سلفي نظريې ټينګي ملاتړي دي.

د اورهان په وينا د دوی تر منځ فرق کول يا د هغوی پېژندل بيا ډېر سخت کار دی. د آلمان د جرايمو قانون د ۱۲۹ الف پاراګراف له مخي «د بهرني ترهګرې ډلې ملاتړ» يو جرم دی او په دغه جرم مرتکب کسان مکلف دي چي د اورهان په شان مشاورانو سره هم خبري وسي. خو دا چي زياتي بېرته راستنې سوي مېرمني د ياد قانون له مخي د ثبوتونو د کمښت له کبله نه دي محکومي سوي، نو هغوی له سره د اورهان په شان مشاورينو سره په خبرو نه مکلفيږي.

جلب په زندانونو کي

د ښځو په پرتله د بېرته راستنو سوو نارينه وو پر ضد د ثبوتونو پيدا کول نسبتا آسانه کار وي. دا ځکه چي په خواله رسنيو او انټرنټ کي د هغوی پروپاګنډيز انځورونه او ويډيوګانې پخپله د هغوی يا د ملګرو له خوا خپاره سوي وي. دا په داسي حال کي ده چي د آلمان په زندانونو کي د اسلامستي توندلارو زندانيانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. څارنوالانو له ۲۰۱۳م کال راهيسي د ۲۴ بېرته راستانه سوو پر ضد په عراق يا سوريه کي له «داعش» سره د تړاو لرلو تورونه لګولي دي.

خو د اړونده حلقې غبرګون له زندانيانو سره د سلفيانو مرسته ده. امنيتي چارواکی بورکهارد فراير وايي چي له زندانيانو سره د سلفيانو مرسته يا مراقبت يو لوی ګواښ دی. د دغې مرستي په ترڅ کي زندانيانو ته پای وازان راځي او ورسره وخت تېروي او يا هم د سلفيانو اړونده مرسته د انټرنټ له لاري د تحفو په شکل کي ټوليږي او بيا يا خو زندانيانو يا د هغوی کورنيو ته ورکول کيږي. د فراير په وينا د دغې مرستي اصلي مقصد دا وي چي دغه زندانيان په زندان کي خپل فکر يا دريځ بدلولو ته پرې نه ښودل سي، بلکي د زندان باوجوده د دغې کړۍ او حلقې دننه پاته سي.

جان اورهان په دې نظر دی چي د زندانيانو مراقبت د سلفيانو د پراخېدنې تر ټولو مهمه ساحه ده. د هغه په وينا دا ځکه چي هغوی مخ پر ډېرېدونکي شمير کسانو مراقبت کوي او دې ته مجبور نه وي چي خپل ځان زیات ظاهر کړي. د نوموړي په وينا په دقيقه توګه دا هغه څه دي چي د سلفيانو حلقه يې په تلاښ کي ده چي بې له دې چي زيات پام ورته واوړي فعاليت وکړای سي.

بون ښار د سلفيانو مرکز

د آلمان په نورد راين ويستفالن ايالت کي مونشن ګلاد باخ، ووپرتال، دينسلاکن، دورتموند او په همدې شان د پخواني لوېديځ آلمان پلازمېنه او اوسنی فدرالي ښار بون هم د سلفيانو په مراکزو کي شمېرل کيږي. په دغو ښارونو کي سلفيان په دوامداره توګه د رسنيو د سرليکو موضوع ګرځي. لکه په ۲۰۱۲ م کال چي د سلفيانو يو لاريون په تاوتريخوالي واوښت. دا هغه وخت کله چي د (Pro NRW) په نوم ښی اړخي سياسي ګوند د اسلام د پيغمبر کاريکاتورونه ښکاره کړل. د ياد عمل پر ضد په لاريون کي د سلفيانو يوه ګډونوال پر پوليسو د چړې وار وکړ او هغوی يې سخت ژوبل کړل.

د ياسين او منير چوکا په نوم دوه ورونه هم د بون ښار ول چي په ۲۰۰۸م کال کي يې لا د افغانستان او پاکستان له سرحدي سيمو څخه ګواښونکي ويډيو ګانې خپرې کړي. په دغو ويډيوگانو کي هغوی په آلمان کي و بريدونو ته بلنه کړې وه. د ابودوجانه په نوم واعظ چي د وړيا قرآن نسخو د ويشلو پروژې مخکښ وو، په بون ښار کي اوسېد. په بون کي د سلفيانو «ستوري» په زياته بیا پيېر فوګل زيات مجالس لرلي دي. پيېر فوګل چي يو آلمانی دی، پخوا عيسوي او وروسته مسلمان سوی دی، د سلفيانو يو له مهم او تر ټولو زيات اثر لرونکو کسانو څخه بلل کيږي.

د ځوانانو جلب

پر پيېر فوګل باندي هجوم هم کم سوی دی. که څه چي هغه پر يوټيوب خپلې تبليغي ويډيوګانې خپروي خو نور د بېلګې په توګه د بون ښار د تانن بوش ناحيې د ښوونځيو دباندي دې ته انتظار نه باسي چي د رخصتۍ وروسته د شاګردانو سره خبري او هغوی ته تبليغ وکړي. د تانن بوش ناحيه د بون يوه داسي سيمه ده چيري چي د بهرنيانو شمېر زیات دی. د تانن بوش ناحيې د يوه ښوونځي ايراني الاصله د دنيات استاد عزيز فولادوند وايي چي زيات وختونه به پيېرفوګل د ښوونځي دباندي د شاګردانو په انتظار ؤ. د احوال و نفوس د وروستيو اعداد او شمېرو له مخې د بون هر لسم اوسېدونکی مسلمان دی.

د سلفيانو نوی نسل

د آلمان د کورنيو استخباراتو د نارد راین وېستفالن د ايالتي څانګې رئيس بورکهارد فراير وايي چي د سلفيانو په حلقو کي له ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴م کال راهيسي زيات بدلون ليدل کيږي. د نوموړي په وينا په اوايلو کي د سلفيانو مهم کردارونه داسي کسان ول چي که حتی په مسلمانه کورنۍ کي لوی سوي هم ول، خو د ديني زدکړو له مخي پخوا «بې سوادان» ول.

Deutschland Salafisten in Frankfurt/Main
پيېرفوګل په آلمان کي د سلفيانو يو له مهمو واعظانو څخه دیانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د نوموړي په وينا دغه ډله مخ په زياتېدونکې توګه توندلارې سوه او دغه توندلاريتوب هغه وخت اوج ته ورسېد چي يو شمېر کسان په آلمان کي د ديموکراسۍ د بدلولو پر ځای سوريې او عراق ته د داعش سره د يوځا کېدو له پاره ولاړل.

بورکهارد وايي چي د داعش تر ماتي وروسته په آلمان کي د سلفيانو په حلقه کي نوي تغيرات راغلي دي. د نوموړي په وينا په داسي حال کي چي دغې حلقې پخوا په عامه محضر کي اسلام ته تبليغ کاوه او عامه تبليغ يې مهم مقصد ؤ، اوس دغې حلقې پر خپل ځان باندي تمرکز پېل کړی دی.

د نوموړي په وينا اوس څو کورنۍ دي چي دغه حلقې تقويه کوي او دا چي د دغې حلقې غړي په خپلو کي سره پاته دي او نور دباندي د پخوا په شان تبليغ نه کوي. د نوموړي په وينا هغوی نور خلافت ته اړتيا نه لري، بلکي د هيواد دننه د زيات توندلاريتوب پر لور روان دي.