1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان نوي نازیان په روسیه کې نظامي روزنه ترلاسه کوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

د فوکوس آلماني ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د آلمان نيئونازي د روسیي سن پترزبورګ ته نږدې یوه پوځي اډه کې د رزمي عملیاتو له پاره د زده کړو په حال کې دي. دغه اډه د روسي توکمپالو له خوا چلول کیږي او پوتین یي له فعالیتونو خبر دی.

https://p.dw.com/p/3dL1m
Deutschland Partei Kundgebung der Neonazi-Partei "Die Rechte"
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman

فوکوس آلماني ورځپاڼې د امنیتي محفلونو په استناد لیکلي دي چې د روسیي په شمال کې په نظامي روزنه کې ګډون کونکي کسان د لاس په لاس جګړې له پاره هم روزنه ويني.

د دغو کسانو یوه برخه د «ځوان ناسونالیستانو»، یعنې د «ان پي ډي» ښي اړخو افراطي ځوانانو (د آلمان ملي دیموکرات) ګوند پورې تعلق لري چې د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې له خوا څارل کیږي.

د آلماني ښي اړخو یوه بله ډله چې د لاس په لاس جګړې د روزنې ترلاسه کولو له پاره روسیي ته تللي دي، د «Der III Weg» یا دریمې لارې په نامه ګوند پورې وابسته او د آلمان پر نوي نازیانو نفوذ لري.

د آلمان افراطي ښي اړخو ته د وسلو او همدارنګه له چاودیدونکو موادو څخه د استفادې د لارو چارو ورزده کول، د روسیي په شمال کې د دغې پوځي اډې په روزنیز پروګرام کې شامل دي.

فوکوس په خپل رپوټ کې لیکي چې د دغې نظامي اډې چلونکی «پارتیزان» نومیږي چې د ښي اړخي افراطي سازمان پورې تعلق لري او ادعا کوي چې د «سپين نژادو د سلطې/واکمنۍ» له پاره جنګیږي. امریکا دغه سازمان د ۲۰۲۰م کال په اپریل میاشت کې د نړۍ د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی دی.

نوموړي سازمان سن پترزبورګ ته نږدې دوه روزنیزې پوځي اډې رامنځته کړي دي. د روسي رسنیو د رپوټونو په اساس پخپله په روسیه کې عیسوي روسي ښي اړخي د افراطي سازمان په توګه طبقه بندي شوي دي، خو فعالیت یې منع نه دی.

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د سن پترزبورګ په پوځي اډه کې یو شمیر فنلنډي او سويسي روزل شوي اتباع وروسته بیا د اوکراین په ختیځ کې له روسي ملیشه و سره یوځای شوي دي.

د آلمان امنیتي ادارې په روسیه کې د نوي نازیانو د رزمي روزنې په هکله اطلاع لري، خو د قانوني دلایلو په بناء نه شي کولی سن پترزبورګ ته د آلمانانو د سفر مخه ونیسي.

د فوکوس د لیکلنې په اساس د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغو ډلو د فعالیتونو په هکله معلومات لري او هغوې په اصطلاح زغمي.

د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې خبرداری ورکړی دی چې په دغه هیواد کې ښي اړخي افراطیان ورځ تر بلې ډیریږي او په ۲۰۱۹م کال کې یي شمیر ۳۰ زرو ته رسیدلی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر وایي چې د آلمان ښي اړخي افراطیان په اوس وخت کې د آلمان د قانونمند حکومت او دیموکراسۍ پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.

دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ا.و.ا