1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان مخکښ سياست وال «اروپايي اسلام» غواړي

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

د آلمان د روغتيا وزير او د يوه ايالت صدراعظم وايي چې ورځنی ژوند او ورځنۍ چارې د ژوند د اروپايي طرز په ساتلو کې کليدي رول لري. ينس شپان او دانيل ګونتر داسې ديني کړه وړه غواړي چې د راوپا له ارزښتونو سره سمون ولري.#Mukalama

https://p.dw.com/p/3IzuH
Jens Spahn Daniel Guenther CDU
انځور: Imago Images/S. Boness

د آلمان دوو مطرحو سياست والو د اسلام يوه عصري او پرمختللې بڼه غوښتې ده تر څو دغه دين د اروپا د ژوند له طرز او بڼې سره عيار کړل شي.
د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپان او د شلېسويګ هولشټاين ايالت لومړي وزير، دانيل ګونتر، د «راينيشه پوست» ورځپاڼې د بنجشنبې ورځې په ګڼه کې پر مسلمانانو په اروپا کې له ورځني ژوند سره د ځان عيارولو غږ کړی دی.

د اروپايي «ژوند طرز ساتنه»

د مسيحي ديموکرات ګوند دغو دواړو سياستوالو ليکلي دي: «د دې پر ځای چې د اسلام يوه محافظه کاره او د ښځو ضد بڼه وزغمو، بايد د اروپايي اسلام رامنځ ته کېدلو ته وده ورکړو، کوم چې زموږ سره ګډ ارزښتونه لري، د دې له پاره چې زموږ د آزاد ژوند اروپايي طرز وساتو.»
د شپان او گونتر په اند د برقعې موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده. هغوی په دې اړه ليکلي دي: «کله چې ښځې او نجونې په بشپړه توګه په پوړني کې پوښل شوې پوهنتونو او ښوونځيو ته ځي، نو موږ يوازې د مقاومت انتخاب نه لرو، موږ بايد مقاومت وکړو.»
ادغام «د ټولنې پرمختګ» تضمينوي

دغو دواړو سياستوالو دا هم ويلي دي چې پر «ځايي خلکو باندې پېټی درنيږي» کله چې د کډوالو «اخراج ناکامه» شوی وي. هغوی پر دې خبره باندې هم ټينګار کوي چې ادغام يعنې په ټولنه کې ورګډېدل ډېر اهميت لري څو ټوله جامعه هم په بريالي ډول مخ ته ولاړه شي.
دغه دواړه سياستوال د آلمان د صدراعظمې، انګلا مېرکل، د مسيحي ديموکرات ګوند غړي دي. شپان چې هڅه يې کړې وه د مېرکل ځای ونيسي او ناکامه شو، محافظه پال بلل کيږي، په داسې حال کې چې ګونتر د دغه ګوند په ليبرال اړخ کې قرار لري.
په دغه ګډه اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې د اروپا مرکزي مفکوره بايد د اروپايي ټولنې د وګړو په ورځني ژوند کې ملموسه بڼه پيدا کړي.

Symbolbild: Kopftuch in der Schule
په آلمان کې د اسلام په اړه بحثونه ډېر شوي ديانځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst