1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کورنۍ د الحاق غوښتنلیکونو له امله تر فشار لاندې یو»

۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبه

په اردن، لبنان، عراق او ترکیه کې د آلمان په دیپلوماتیکو نمایندګیو کې د ویزې د ورکړې څانګې د پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق غوښتنلیکونو له کبله تر ډیر سخت فشار لاندې دي. دا په داسې حال کې ده چې ډیرې دغه غوښتنلیکونه ردیږي.

https://p.dw.com/p/32JOi
Griechenland - Flüchtlinge protestieren für die Familienzusammenführung vor der Deutschen Botschaft
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Giannokouris

د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې د آلمان سفارتخانو او قونسلګریو، په آلمان کې د موجودو پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق ۳۱۳۴۰ غوښتنلیکونه د ملاقات له پاره ثبت کړي دي.

دا راپور د آلمان د خبري شبکې څانګو د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د دغه هیواد په پارلمان کې د کين ګوند د استازو له خوا په لیکلې بڼه د پوښتل شوې مکتوب د ځواب په اساس خپور کړی دی.

د دغه رپوت پر بنسټ یوازې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د آلمان سفارت ته تر اوسه پورې د کورنۍ د الحاق داسې ۲۲۱۰۰ غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي.

د غوښتنلیکونو د ارزونې له پاره لا زیات پرسونل ته اړتیا

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دومره لوړ شمیر کې د کورنۍ د الحاق د غوښتنلیکونو په پام کې نیولو سره د اداري پرسونل د زیاتولو خبر ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د سویم داګدیلن، د پوښتنې په ځواب کې لیکلي دي: «د عمان او بیروت سفارتونه به ډیر ژر(د ویزې د ورکړې په هکله د پریکړې له پاره) اضافي پرسونل ترلاسه کړي.»

د آلمان د مسيحي اتحاد او سوسیال دیموګرات SPD ګوندونو ترمنځ د شوې موافقتنامې له مخې ټاکل شوی ده چې د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به هره میاشت په آلمان د هغو مهاجرو چې د محدود حفاظت یا اجتماعي ویزې یې ترلاسه کړې دي ۱۰۰۰ تنه د کورنۍ غړي آلمان ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.

زوبزيدېر  Subsidär یا محدود حفاظت هغو مهاجرو ته ورکول کیږي چې د آلمان د مهاجرت قانون او یا هم د ژنیف د کنوانسیون په اساس محافظت یا پناهندګي نه ترلاسه کوي، خو دا په اثبات رسوي چې په خپل هیواد کې د مرګ، شکنجې او یا هم غیر انساني چلند له ګواښ سره مخامخ دی.

Libanon - Syrische Flüchtlinge warten in Beirut vor der Deutschen Botschaft
سوریایې مهاجر په بیروت کې د آلمان سفارتخانې مخې ته د خپل نوبت را رسیدو ته انتظار باسي.انځور: picture-alliance/AP/H. Malla

د دا ډول محدودیت حفاظت درلودونکو کسانو له پاره د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د کورنۍ د الحاق د ویزو ورکړه ځنډول شوې وه. خو اوس میړه یا ښځه کولی شي خپل د ژوند ملګری یا ملګرۍ او یا تر ۱۸ کلنۍ د کم عمر درلودونکي ماشومان او همدارنګه هغه مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي کولی شي خپل مور پلار او خویندې ورونه آلمان ته را وغواړي.

خو د دې له پاره شرایط موجود دي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله آلمان ته د راتګ له پاره د کورنۍ د غړو انتخاب د نوموړي کس د بشري وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.

د بیلګې په توګه: له کورنۍ څخه د اوږدې مودې جلا والی، د کم عمر درلودونکي ماشوم د کورنۍ جلاوالی، د یو چا ژوند او د کورنۍ غړو آزادۍ ته د جدي ګواښ د موجودیت په صورت کې، سخته ناروغي، هغه چې پالنې او پرستارۍ ته اړتیا او یا هم د کورنۍ د غړي سخت معلولیت، هغه دلایل دي چې د ویزې د صادرولو په بهیر کې په پام کې نیول کیږي.

د کيڼ ګوند انتقاد

د کيڼ ګوند د فراکسیون استازو د ویزې د ورکړې پر دغو سختو شرایطو شدیده نیوکه کړې. د هغو په خبره دا په بشپړ ډول روښانه نه ده چې د کومو معیارونو له مخې د عاجلې ویزې د ورکړې په هکله پریکړه کیږی. داګدیلین، د خبري شبکو څانګې ته وویل: «د کورنۍ الحاق قره کشۍ ته ورته والی لري چې ډیري وختونه د زرګونو ښځو او ماشومانو په زیان تمامیږي».

نوموړۍ زیاته کړه: «د داسې مهمو پریکړو له پاره په پام کې نیول شوی پرسونل په بشپړ ډول ناکافي دی، او دغه غیر دقیقه قاعده خپل سري پریکړو ته زمينه مساعدوي».

داګدیلین، انتقاد وکړ چې د ډیرو کسانو له پاره د کورنۍ د الحاق یا یوځای کیدو په برخه کې په کلونو کلونو خنډونه رامنځته شوي دي او دا ډول چلند نه هم د عیسویت د ارزښتونو سره مطابقت لري او نه هم له ټولنیز پلوه سم دی او له یوې خطرناکې بی پروایې سره د ادغام پروسه له خطر سره مخامخ کوي.