1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنیو چارو وزیر: اسلام په آلمان پورې اړه نه لري

۱۳۹۶ اسفند ۲۵, جمعه

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل له خوا نوي ټاکل شوي د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي دي چې اسلام د آلمان د فرهنګ برخه نه ده.

https://p.dw.com/p/2uQf7
Deutschland Ministerpräsident von Bayern Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

بالاخره د آلمان نوی حکومت بشپړ شو خو د انګلا میرکل ستر ائتلاف داسې ښکاري چې له پیل څخه یې سخت او مشکل ګام واخیست. د پنجشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو نوي وزیر هورست زیهوفر له هغې نظریې سره خپل مخالفت څرګند کړ چې وای اسلام د آلمان د فرهنګ یوه برخه ده. د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل له ۲۰۱۵م کال راهیسې په وار وار سره په خپلو خبرو کي دغه موضوع یاده کړې وه.

زیهوفر له آلمانۍ ورځپاڼې بیلد سره په یوه مرکه کې ویلي: «نه اسلام په آلمان پورې اړه نه لري. آلمان له مسیحیت څخه جوړ شوی دی.»

زیهوفر په دې مرکه کې همدا راز ویلي دي چې له مسیحیت څخه الګو اخیستونکي ځینې کارونه په آلمان کې د ورځني ژوند او فرهنګ برخه دي. نوموړي په دې هکله د یکشنبې په ورځ د دوکانونو تړل کیدل او د عیسویانو مذهبي رخصتۍ لکه ایسټر (د عیسویانو اختر)، تر ایسټر وروسته بل عیسوي مراسم پینتيکوست او کریسمس د بیلګې په توګه یاد کړل.

زیهوفر د دې مرکې په ترڅ کې یادې ورځپاڼې ته ویلي چې هغوي [په آلمان کې میشت مسلمانان] چې مسلمانان دي، په حقیقت کې د آلمان برخه دي.

نوموړي په دې هکله ویلي چې: «هغه مسلمانان چې دلته زموږ سره یوځای ژوند کوي، هغوی په آلمان پورې اړه لري.»

 

د آلمان د کورنیو چارو د نوي ټاکل شوي وزیر دغه څرګندونې د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د سیاسي لید ښکارندويي کوي.  د دوی له دغو کارونو څخه داسي ښکاري چي اراده لري مسیحي سوسیال او د آلمان نوی حکومت لا ډیر محافظه کارۍ خوا ته سوق کړي، څو په بایرن ایالت کې د هغو رایه اچوونکو اعتماد ترلاسه کړي چې په دې وروستیو کې یې خپل ملاتړ د آلمان له پاره بدیل ګوند ته په تله کې ایښی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په عمومي ټاکنو کې دغه اصطلاح چې «اسلام په آلمان پورې اړه نه لري» د آلمان له پاره د بدیل ګوند د غونډو اصلي موضوع او شعار ګرځیدلی وو. دغه عوامپاله ګوند اوس د آلمان په پارلمان کې دریم ستر بلاک او د آلمان حکومت تر ټولو ستر اپوزیسیون دی.

زیهوفر همدا راز ژمنه کړې ده چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیر په توګه به د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج ډیر کړي. تر دې وړاندې هم د سوسیال مسيحي ګوند مشرانو له صدراعظمې انګلا میرکل سره څو ځله پر مهاجرت اړوند سیاست او اړوندو موضوعګانو باندي تقابل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې میرکل د چهارشنبې په ورځ د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د آلمان د صدراعظمې په توګه وټاکله شوه.

 پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: