وروسته له کلونو بحثونو او ځنډ څخه د آلمان ائتلافي گوندونو دا ومنله چې د آلمان د کار د بازار تشه باید نه یواځې د اروپا يي اتحادیې بلکه له نورو هیوادونو څخه د مسلکي کسانو پر مټ ډکه کړای شي. دوی په دې وروستیو کې د کار د مهاجرت د قانون پر یوې مسودې موافقه کړې خو آیا د دغه قانون له مخې د رد شوو مهاجرو لپاره هم د کار کولو او پاتې کیدو چانس شته؟ عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره په دې هکله غږیدلی دی.