يو افغان الاصله آلمانی ايران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کيږي
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهاعلان
دغه ۵۱ کلن کس عبدالحمید س. ویل کیږي په خټه افغان دی او د آلمان اردو سره یې د ترجمان او مشاور په توګه کار کاوه یو کال تر مخه د آلمان په لویدیځ راین لند فلز ایالت کې ونیول شو.
د څارنوالانو په وینا پر دغه کس باندې د ایران د استخباراتي ادارې له پاره د کار کولو او هغوی ته د معلوماتو ورکولو تور دی. د دغه کس ۴۰ کلنه میرمن هم په همکارۍ کولو تورنه شوې، خو د پولیسو له خوا نه ده نیول شوې.
د «دیر شپیګل» په نوم آلمانۍ مجلې رپوټ ورکړی دی چې دغه نیول شوي کس د ایران د اطلاعاتو او امنیتي استخباراتي ادارې له پاره کار کاوه او په افغانستان کې یې د پوځونو د ځای پر ځای کیدو په هکله «حساسو معلوماتو» ته لاس رسی لاره.
په دې هکله د تړلو دروازو تر شاه د محاکمې جریان تر سره کیږي او د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.