د آلمان د ولسمشر په ټاکنه کې مشهورې څېرې
د ولس د سياسي استازو تر څنګ مشهورې څېرې هم د ولسمشر په ټاکنه کې برخه لري. هغه سندرغاړي، ورزشکاران او رنګارنګې هنري څېرې دي. يو څو مثالونه يې د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ليدلی شئ.
د رنګارنګۍ يوه رنګينه نمونه
درېګ کوين، اوليويا جونز، وايي چې تر اوسه پورې د ولسمشر په ټاکلو کې نارينه و او ښځو ګډون کاوه، خو دا ځل خپل ځان ته په اشارې سره د دواړو تر منځ جنس هم ونډه پکې اخلي.
د آلمان وتلی روزونکی هم ولسمشر ټاکي
د آلمان د فوټبال د ټيم روزونکی، يواخيم لوف، هم په لومړي ځل د ولسمشر په ټاکلو کې خپله رايه کاروي. د هغه د فوټبال لوبډله د ادغام، تنوع، پرانيستوالي، زغم او منصفانه سپورټ له پاره يوه ښه بېلګه ده.
ښځينه لوبڅاره يا رېفري
بيبيانه شتاينهاوس د نارينه و په مسلکي فوټبال کې لومړنۍ ښځينه لوبڅاره يا رېفري ده. هغه اوس هم د ولسمشر په ټاکنه کې خپله رايه ورکوي.
مشهور سندرغاړی
د آلمان مشهور سندرغاړی، رولاند کايزر، د زغم لرلو او خبرو اترو د لارې د ستونزو د حل پلوی دی. هغه د مهاجرو په سياست کې پر بشردوستانه لارو چارو ټينګار کوي. اوس به دی نوی رئيس جمهور هم وټاکي.
د ښي اړخو په ضد غږ پورته کوونکی
سندرغاړی پېتر مافای (کيڼ طرف) وايي چې اوسني ولسمشر ګواک (ښي طرف ته) ښوولې ده چې ولسمشري نه يوازې تشريفاتي کار دی، بلکې سياسي فعاليت هم غواړي. په رومانيا کې زېږېدلی دغه آلمانی هنرمند خپله هم له کلونو راهيسې د ښي اړخو په وړاندې خپل غږ پورته کوي.
ځيرک او هر اړخيز هنرمند
کاميدين او فلمي لوبغاړی، هاپه کېرکېلينګ، هم په فدرالي غونډه کې ګډون کوي. داسې ويل کيږي چې هغه «د آلمان په تر ټولو ځيرکو او هر اړخيزو هنرمندانو او ليکونکو کې شمېرل کيږي.»
ځوان برخه وال
د آلمان په فدرالي غونډه کې بايد د ټول ولس څخه استازيتوب وشي. يو ځوان برخه وال د يوټيوب ستوری، يولين بام، دی. د انترنېټي ويډيوګانو دغه چمتو کوونکی په تېره بيا په ځوانانو کې ډېر محبوبيت لري.
د ښي اړخو افکارو پر ضد
د کابارېت لوبغاړې، کارولين کېبېکوس، په سياسي او ټولنيزو چارو کې خپل نظر هيڅکله هم پټ نه ساتي. هغه د ښي اړخي او ولس پارونکي سياست په وړاندې ټينګ دريځ لري.
د ګډون او ادغام يوه څرګنده بېلګه
وېرينا بېنتېلې د پاراليمپيکس د ژمنيو لوبو ستورې وه. دغه په سترګو ړنده د بياتلون او د سکي د اوږده واټن ورزشکاره اوس د آلمان د حکومت د معلولينو او معيوبينو د چارو استازې ټاکل شوې ده. هغه د دغو چارو لومړنۍ استازې ده چې خپله هم معيوبه ده.
کلتوري بېلابېلوالی
سيميه سيمسک دميرتاش د NSU د ښي اړخې تروريستي ډلې د يوه قرباني لور ده. هغه نه يوازې د تعصب په وړاندې دريږي، بلکې د مهاجرت شاليد لرونکو انسانانو په پلويتوب يې هم دريځ غوره کړی دی.
د کلتورونو تر منځ ديالوګ
فريدون زايموغلو په اول ځل فدرالي غونډې ته مخه نه کوي. د ۲۰۰۹ کال راهيسې دغه ترکي الاصله آلمانی ليکوال پکې ګډون کوي. زايموغلو يو خپلواک روڼ اندی ګڼل کيږي چې له مسلمانانو سره د ديالوګ او خبرو اترو پلويتوب کوي.
د نژادي تعصب په وړاندې ټينګ دريځ لرونکې
ايريس بېرن د آلمان يوه تر ټولو مشهوره او محبوبه فلمي لوبغاړې ده. هغه د هر ډول تعصب، له خارجيانو سره د کينې او يهودانو ضد احساساتو په وړاندې ولاړه ده چې په تاکيد سره له هر ډول نژداي تعصب څخه خبرداری ورکوي.