1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د هيسن ايالت په پارلماني ټاکنو کي گټونکي او بايلونکي

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

د آلمان د هيسن ايالت د ټاکنو لومړۍ پايلي ښيي چي مسيحي او سوسيال ديموکرات ګوندونو زياتي رايي له لاسه ورکړي دي. د دغو ټاکنو اصلي گټونکی زرغون ګوند دی.

https://p.dw.com/p/37I5q
Landtagswahl Hessen ARD-Fernsehrunde
فولکر بوفېر، طارق الوزير او تورستن شېفر د مسيحي دموکرات، زرغون او سوسيال دموکرات ګوندونو مخکښ کانديدان ولانځور: picture-alliance/dpa/O.Dietze

پر دې سربيره چي د هيسن ايالت په ټاکنو کي مسيحي ديموکرات ګوند (CDU) د پنځو کالو مخکي ټاکنو په پرتله ۱۱ فيصده کمي رای په لاس راوړي دي، بيا به هم له زرغون ګوند (Grüne) سره خپل ائتلافي حکومت ته ادامه ورکړلای سي.

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۸مه) په ترسره سوو ټاکنو کي بيا هم مسيحي ديموکرات ګوند تر نورو ټولو ګوندونو زياتي رايي گټلي دي. د وروستيو پايلو د لومړيو شمېرو له مخي به حکومتي ګوندونه مسيحي ديموکرات او زرغون گوند وکولای سي چي يوازي د يوې پارلماني چوکۍ په اکثريت خپل حکومت ته ادامه ورکړي.

په دغو ټاکنو کي زرغون ګوند په دغه ايالت کي د خپل تاريخ تر ټولو زياتي رايي په لاس راوړي دي. سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) بيا په دغه ايالت کي له ۷۲ کالو راهيسي تر ټولو کمي رايي اخيستي دي. په داسي حال کي چي پخوا به سوسيال ديموکرات ګوند په دغه ايالت کي په دويم مقام کي وو. خو د يکشنبې په ورځ ټاکنو کي دغه ګوند اوس له زرغون ګوند سره گډ دويم مقام لري.

د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD) توانېدلی دی چي په دغو ټاکنو کي د آلمان په شپاړسم ايالت کي هم پارلمان ته لاره پيدا کړي. په دې توګه نو دغه ګوند اوس د آلمان د ټولو ايالتونو په پارلمانونو کي چوکۍ لري.

ليبرال ګوند (FDP) او کيڼ ګوند (Die Linke) په دغو ټاکنو کي د مخکنيو ټاکنو په پرتله زياتي رايي ګټلي دي.

د وروستيو پايلو لومړي نتايج

مسيحي ديموکرات ګوند (CDU) ـ ۲۷ سلنه رايي او۴۰ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۱۱،۳ سلنه رايي کمي سوي.
سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) ـ ۱۹،۸ سلنه رايي او ۲۹ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۱۰،۹ سلنه رايي کمي سوي دي.
زرغون ګوند (Grüne) ـ ۱۹،۸ سلنه رايي او ۲۹ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۸،۷ سلنه رايي زياتي سوي دي.
ليبرال ګوند (FDP) ـ ۷،۵ سلنه رايي او ۱۱ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۲،۵ سلنه رايي زياتي سوي دي.
کيڼ ګوند (Die Linke) ـ ۶،۳ سلنه رايي او ۹ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۱،۱ سلنه رايي زياتي سوي دي.
د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD) ـ ۱۳،۱ سلنه رايي او ۱۹ چوکۍ ګټلي ـ د مخکنيو ټاکنو په پرتله يې ۹ سلنه رايي زياتي سوي دي.

په داسي حال کي چي پنځه کاله تر مخه په ټاکنو کي ۷۳،۲ سلنې رای ورکوونکو گډون کړی وو، په سږنيو ټاکنو کي دغه سلنه ۶۷،۳ ته راکښته سوې ده. خو د يادولو وړ ده چي پنځه کاله تر مخه د دغه ايالت ټاکنې د مرکزي پارلمان بُندستاګ له ټاکنو سره يوځای تر سره سوي وې.

د لوی ائتلاف له پاره خرابي پايلي

د هيسن ايالت په ټاکنو کي د دواړو لويو ګوندونو مسيحي او سوسيال ديموکرات نژدې يولس يولس سلنه رايي له لاسه ورکولو سره په مرکز کي هم دغه ګوندونه تر فشار لاندي راوستلي دي. دغه ګوندونه د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي له سوسيال مسيحي ګوند سره حکومتي اکثريت لري او ائتلافي حکومت يې جوړ کړی دی. خو د هيسن ايالت د ټاکنو پايلو اوس مرکزي ائتلافي حکومت هم تر فشار لاندي راوستلی دی.

اټکل کيږي چي دغه پايلي به په زياته په مسيحي ديموکرات ګوند کي هغه کسان تقويه کړي چي صدراعظمه انګلا مېرکل د ګوندي مشرې په توګه تر سوال لاندي راولي.

د سوسيال ديموکرات ګوند مشره اندرياس نالس به هم ښايي تر لا زيات فشار لاندي راسي او ښايي په ګوند کي دننه هغه غوښتنې زياتي سي چي لوی ائتلاف ته د پای ټکی کښېږدي. نالس د هيسن د ټاکنو د پايلو په غبرګون کي ويلي چي په سوسيال ديموکرات ګوند کي بايد بدلون راسي.

د مسيحي ديموکرات ګوند عمومي سکرترې انه ګرېت کارن باور د هېسن ايالت په ټاکنو کي د لوی ائتلاف د ګوندونو خرابې پايلي د مرکزي ائتلافي حکومت د ستونزو پايلي بللي دي.

د هيسن ايالتي لومړي وزير بوفېر داسي اشاره کړي چي غواړي له زرغون ګوند سره ائتلاف ته ادامه ورکړي. خو هغه دا هم ويلي دي چي له نورو ګوندونو سره به د ائتلاف پر موضوع هم خبري وکړي.