د آلمان د موټرو بازار سوړ شوی دی
۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
په برلین کې د آلمان د موټرو د صنعت ټولنې ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې په آلمان کې ټول ټال ۳.۱ میليونه موټر راجستر شوي دي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله درې سلنه کموالی ښیي.
څه نا څه ټولو آلماني موټر جوړوونکو شرکتونو د دې هیواد په بازار کې د پخوا په پرتله لږ موټر پلورلي دي. د «اوپل» شرکت، چې د امريکا د متحده آيالاتو د «جنرال موتورس» د شرکت لور ده، په ۲۰۱۲ کال کې د نويو راجستر شويو موټرو له ۱۶ سلنه کموالي سره مخامخ شوی دی.
ان مخکښه «فولکس واګن» شرکت له دوه سلنه کموالي سره مخامخ شو، خو هغه د ۶۷۳۰۰۰ نويو موټرو په پلورلو سره او ۲۲ سلنه بازار په خپلولو سره تر اوسه پورې په لومړي مقام کې دی. د دغه شرکت لوڼو «آوډي» او «پورشه» د ټول کال په اوږدو کې زياته ګټه کړې ده. خو دا د ټولو آلماني موټر جوړونکو شرکتونو حال نه دی. «مرسېدس بنز»، «بي ام ډبليو» او «ميني» د پخوا په پرتله لږ موټر پلورلي دي.
په آلمان کې د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله د موټرو په خرڅلاو کې لږ کموالی راغلی دی. په ايټاليا کې په ۲۰۱۲ کال کې د موټرو په خرڅلاو کې ۲۰ سلنه او په فرانسه کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.
د موټرو د صنعت ټولنه ډیره خوشبینه نه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې به د موټرو په خرڅلاو کې زیاتوالی راشي. د آلمان د موټرو د صنعت مشر ماتياس ويسمن، وایي چې که څه هم د موټرو بازار په نړیواله کچه له رکود سره مخامخ دی خو بیا هم د چين او امريکا له کبله دغه بازار یو څه تود دی. په آلمان کې د هرو څلورو جوړو شويو موټرو له ډلې څخه دری یې نورو هیوادونو ته صادریږي.