1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د «سپکو» وسلو صادرات لوړ شوي

۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

آلماني شرکتونو د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ نيمایي کې د تير کال د همدې مودې په پرتله که څه هم لږ کوچنۍ وسلې صادرې کړي خو د سپکو وسلو شمير یې زيات وو. په دې شمیرو کې ځینې وسلې هیڅ شاملې نه دي.

https://p.dw.com/p/33SSZ
Symbolbild Deutschland Waffenexporte
انځور: Getty Images

د ۲۰۱۸ م کال په لومړۍ  نيمايي کې د آلمان د اقتصاد وزارت د ۱۶،۶ میليونه يورو په ارزښت د کوچنيو وسلو د صادراتو جوازونه صادر کړي دي. دا معلوماتو د آلمان حکومت د زرغون گوند د پارلمان د غړې کاتيا کويل، په غوښتنه ورکړل شوي او د آلمان د لومړي تلويزيون ای آر ډي مرکزي ستوديو ته رسيدلي دي. په ټول ۲۰۱۷م کال کې د کابو ۷۶،۵ میليونه يورو په ارزښت سپکې وسلې صادرې شوي دي.

کويل چې د خپل گوند د تجهیزاتو د سياست د برخې ويانده هم ده، په دې اړه شک لري چې دا پرمختگ دې ټول ۲۰۱۸ م کال ته وغځيږي. په دې معنی چې د وسلې صادرات به لوړ شي. نوموړې دې ته اشاره کوي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې ‌آلمان موقت حکومت درلود چې «غوښتل یې ځينې مهمې صادراتي پريکړې وځنډوي.»

Deutsche Waffenlieferung für die Peschmerga Kämpfer in Nordirak 18.09.2014
د «ميلادن» په نوم دا ارکت لانچر د آلمان په سپکو وسلو کې شميرل کيږيانځور: Reuters/Thomas Peter

د آلمان د حکومت رسمي احصاييه چې په هرو شپږو مياشتو کې یو ځل خپريږي د کوچنيو او په اصطلاح د سپکو وسلو ترمنځ توپير کوي. کوچنۍ وسلې هغه ټوپکونه، توفانچې او ماشيندارې دي چې د پوځي موخو له پاره استعماليږي.

سپکې وسلې بيا د مثال په توگه د ټانک ضد وسلې دي او هاوانونه هم پکښې شميرل کيږي. خو دا ډول سپکې وسلې په دې رپوټ کې نه دي يادې شوي.

لږ زياتې «سپکې» وسلې پلورل شوي

 له همدې امله د پارلمان غړې کويل د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ نيمايي کې د «سپکو وسلو» د صادراتو د حجم په اړه پوښتنه کړې. د آلمان د حکومت د معلوماتو پر اساس آلماني شرکتونو د جنوري او جون مياشتو ترمنځ د کابو ۵۶ ميليون يورو په ارزښت سپکې وسلې صادرې کړي دي چې دا د ټول تير کال په پرتله يو څه لوړوالی ښيي.

د زرغون گوند له پاره دا شميرې د آلمان د حکومت د «غير مسولانه تجارت» ثبوت دی. کويل دې ته اشاره کوي چې په اصطلاح سپکې وسلې لکه راکت لانچرې د خپل نوم برخلاف تر کوچنيو وسلو ډيرې ويجاړونکې دي. نوموړې په ځانگړي توگه دا نيوکه وکړه چې د دې راکتونو په رانيونکو کې مکسيکو هم شامله ده چې په کې د مخدره موادو د باندونو ترمنځ په جگړو کې تر یوې جگړه ځپلې سيمې زيات انسانان وژل کيږي.

خو حکومت په خپل ځواب کې ويلي چې آلماني شرکتونه زياتره کوچنۍ وسلې د اروپايي ټولنې هيوادونو او د ناټو شريکو هيوادونو ته صادروي، همدا راز سويس ته هم. زياته شوې چې په هغه لسو هيوادونو کې چې دغه وسلې پرې پلورل شوي په اصطلاح هيڅ دريم گړی هیواد شامل نه دی.

DW (B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: