د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند له ودانۍ سره موټر جنگېدلی
۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبهاعلان
د آلمان په پلازمینه برلین کې پولیسو د دوشنبې په سهار وویل چې د کرسمس اختر په شپه، یوه کس خپل موټر د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند د ودانۍ له دروازې سره جنګولی دی. په دې پیښه کې د موټر ۵۸ کلن چلوونکی په سطحي توګه ټپي شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.
پولیسو د پیښې په تړاو ویلي دي چې د موټر چلوونکي پلټونکو ته ویلي چې غوښتل یې ځان ووژني. په موټر کې پر نورو شیانو سربیره، پولیسو د پترولو څو بوشکې او د لایتر مایع یې هم موندلي دي.
پولیس دغه پیښه د ممکنه اور اچونې پیښې په توګه پلټي. دا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د پیښې پرمهال د سوسیال ديموکراتانو ګوند په ودانۍ کې کومه غونډه روانه وه او که نه.
تیرکال په برلین کې د کریسمس پر بازار باندي د انیس عامري په نامه یوه تونسي مهاجر د لارۍ موټر برید کړی وو چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
DPA-Reuters-k.h