1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له اساسي قانون څخه د «توکم» کليمې د حذفولو غوښتنه

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

د آلمان زرغون ګوند له اساسي قانون څخه د «توکم» کلیمې د حذفولو يا لرې کولو غوښتنه کړې ده. د دغه هیواد صدراعظمې، د کورنيو چارو او عدلیې وزيرانو د زرغون ګوند پر دغه وړانديز، بحث کولو له پاره خپل چمتوالی ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/3djzH
Kind liest Grundgesetz
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten

د تورپوستي امريکايي، جورج فلويد پر مړينې، نړيوالو اعتراضي حرکتونو په مختلفو هیوادونو کې د توکم پالنې په اړه بحثونه راپورته کړي دي. جورج فلويد په وروستيو کې د امريکايي پوليسو د يوه ماموريت پر مهال ووژل شو.

د آلمان زرغون ګوند د سياست په ډګر کې يو ګام مخته تللی دی. دغه ګوند اوس د دې غوښتنه کړې چې د آلمان له اساسي قانون څخه دې د «توکم» يا نژاد کلیمه حذف شي.

د آلمان د اساسي قانون د دريمې مادې په دريم بند کې راغلي دي: «هيڅ چا سره نباید د هغه د جنسيت، نسب، توکم، ژبې، ټبر او د زيږيدو ځای، عقيدې او د خپلې مذهبي يا سیاسي نظريې په دلايلو تبعيض وشي او يا د لا ښو مزاياو څخه برخمن شي. هيڅ څوک نبايد د معلوليت له پاره يې له تبعيض سره مخ شي.»

زرغون ګوند د اساسي قانون په دغه بند کې د بدلون له پاره يو مشخص وړانديز هم کړی دی. د آلمان زرغون ګوند په نظر، د «توکم» کليمې د حذفولو علاوه بايد دغه جمله هم د اساسي قانون په دريمه ماده کې ورزياته شي: «حکومت تضمين کوي چې د افرادو د کرامت پر وړاندې د تعرض مخه، له يوې خاصې ډلې پورې تړاو درلودلو په دليل ونيسي او د موجوده تبعيضونو د حذفولو له پاره اقدام وکړي.»

Bundestag | Haushaltsdebatte | Angela Merkel | Host Seehofer
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د حکومت چمتوالی

د آلمان د حکومت ویاند، شتيفن زايبرت، وويل چې صدراعظمه انګلا مرکل له اساسي قانون څخه د «توکم» کليمې د حذفولو بحث څخه ملاتړ کوي. مرکل هيله مندي ښودلې چې د آلمان پارلمان او ټولنه هم په دې برخه کې بحث او خبرې اترې وکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر هم په دې برخه کې د مذاکراتو له پاره خپل چمتوالی ښودلی دی.

د عدليې وزيرې کريستينا لمبرښت، هم د زرغون ګوند له دغه وړانديز څخه ملاتړ کړی دی.

د زرغون ګوند فراکسیون، د آلمان په پارلمان کې د مسيحي، سوسيال دموکراټ، چپيانو او ليبرال ګوندونو څخه وغوښتل تر څو په دې اړه يو واحد نظر ته ورسيږي، ځکه چې له اساسي قانون څخه د توکم کلیمې حذفول، په دغه هيواد کې د توکمپالنې ضد مبارزې له پاره يوه مهمه نښه ده.

د آلمان اساسي قانون، د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسيدو او د سوسياليست ناسيونال يا د نازيانو د رژيم د توکميزو جنايتونو وروسته تصويب شو.

د آلمان عدليې وزيرې په دې برخه کې ويلي دي چې نن د نړۍ شرايطو د ۱۹۴۹ کال په پرتله توپير کړی او نور په اساسي قانون کې توکم کليمه اضافي ده. هغې زياته کړه چې حکومت او ټولنه نبايد د توکمپالنې ضد مبارزې څخه غافله وي.

دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ن.ص