1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دوديزو لاریونونو په درشل کې جګړه وغندل شوه

۱۴۰۱ فروردین ۲۴, چهارشنبه

د ايستر د سولې لاريونونو د موجوديت ۶۲ کاله تېريږي. سږ کال توجه اوکراين ته ده، خو د افغاستان ناخوال وضعيت هم د جګړو پايله وبلل شوه.

https://p.dw.com/p/49t9d
Flash-Galerie Ostermärsche 2011
انځور له آرشيف څخهانځور: picture alliance/dpa

د ۱۹۸۰يمو کلونو په پيل کې د ايستر لاريونونو شعار »بې له وسلې سوله راوستل« ټاکل شوی وو چې هدف يې په دنيا کې د يو پايدار سوله ايز نظام جوړول وو. دغه شعار په پلاکاټونو، کاغذونو او سټيکرونو هم چاپ شوی وو. خو آيا دغه شعار اوس هم ژوندی دی يا دا چې د روسيې له خوا د اوکراين په تاوتريخجنه جګړه کې يې اوس خپل مفهوم له لاسه ورکړی دی؟

بيورن کونتر چې د سولې د همکارۍ د شبکې په نوم د سولې د خوځښت سږني فعاليتونه همغږي کوي وايي چې پاسيفيزم د وسلو د نه استعمال ورهاخوا نورې هلې ځلې هم غواړي. کونتر د ختيځې اروپا د چارو کارپوه دی چې له شخړو سره د ملکي چلن په برخه کې تخصص لري.

دی وايي چې د عدم تشدد له لارې د دفاع پر پرينسيپونو ټينګار د جګړې په حالاتو کې هم کار ورکولی شي. د هغه په خبره دا د اوکراين په ښارونو کې د احتجاجونو او همداراز د روسي عسکرو له خوا له امر څخه له سرغړاوي او د جګړې له صف څخه له تېښتې څخه معلوميږي. دی وايي چې په اوکراين کې داسې جوړښتونه شته چې مقاومت حمايه کوي او ژوندی يې ساتي چې په خبره يې »روسيه په اشغال شويو سيمو کې هم لا جګړه نه ده ګټلې.«

خو کونتر د وسلو لېږد او په وسلو د اوکراين سمبالښت ته انتقادي نظر لري. د ده په خبره د آلمان يو پاسيفيست حکومت ښايي ښه چمتووالی لرلی وای او اوس به يې »نور انتخابونه، زيات خلاقيت او کارپوهان لرلی، څو له اوکراين سره بې له تاوتریخوالي ملاتړ وکړي.« په خبره يې د ۱۰۰ ميلياردو يورو په مقدار د آلمان پوځ له پاره ځانګړې بودجه د اوکراين د ملاتړ په معنی نه ده، بلکې هدف يې يوازې د ناټو له خوا روسيې ته د ګواښ د وړتيا لوړول دي په داسې حال کې چې ناټو هسې هم له روسيې څخه په څو کراتو پياوړې ده. د ده په وينا د آلمان پوځ بايد يوازې د خپل هيواد پر دفاع باندې تمرکز وکړي.

د سولې د غورځنګ په سږنيو ايستر مارشونو کې چې د جمعې په ورځ شروع او د ايستر تر دوشنبې پورې دوام لري، مرکزي موضوع د اوکراين جګړه ده. په ټول آلمان کې په سلونو مظاهرې، د بايسکل په واسطه لاريونونه، د خبرداري پَيرې او د سولې دعاوې کيږي چې پکې د جګړو د پای او د سولې د نظام د تطبيق غوښتنه مطرح کيږي.

د آلمان د رُور او راين سيندونو د سیمو د دغو لاريونونو تنظيمونکي خبرداری ورکوي چې پرته د جوړ جاړي له يوې حل لارې څخه، د اوکراين جګړه ښايي له کنتروله ووځي او په داسې پراخ جنګ تبديله شي چې عواقب يې لا د سنجښت وړ نه دي.  

د نورو وسلو د لېږلو ضد موقف، کاتوليکي دينپوه، کلېمنس رونېفېلد هم لري چې د سولې د چارو کارپوه او د نړيوالې پخلاينې د اتحاد د آلمانۍ څانګې کارکوونکی دی.

Deutschland Geschichte Friedensbewegung Ostermarsch Ruhr
د ۱۹۸۴ کال د ايستر تاريخي مارشانځور: Manfred Scholz

نوموړی وايي چې آيا »دغه وسلې به ښايي د جګړې د اوږدېدو او د ملکي وګړو له پاره د زيات کړاو سبب نه شي؟«

د هغه په خبره د افغانستان، عراق، ليبيا، سوريې، يمن او مالي ماموريتونو ښودلې ده چې پوځې مداخلې هيڅ سياسي هدف هم لاس ته نه دی راوړی. رونېفيلد له دې کبله يو فکري بدلون غواړي يعنې له »امنيتي سياسيت څخه د سولې و منطق ته.«

د ده په نظر په تېرو څو کلونو کې د اوکراين پراخ مسلح کول دغه هيواد ته ښايي زيات امنيت نه وي راوړی، »ځکه چې په روسي اړخ کې يې ناډاډمنتيا راټوکولې ده.« د ده په اند، ښه بديل ورته پر وخت د ملکي ديپلوماتيک خبرداري سيستمونه او د سولې خدمات دي. رونېفېلد وايي چې »پوځي ماموريتونو ته بديل غيرفعال پاتېدل نه، بلکې په ټولو اجتماعي او سياسي سطحو کې فعالې ملکي سوله ايزې هلې ځلې دي لکه په کړکېچ کې د مداخلې له لوړپوړو ټيمنو سره.«  

د آلمان د پروتستانت کليسا د سولې د چارو مسئول، فريدريش کرامر کړکېچنو سيمو ته د وسلو لېږد هم غلط بولي. د هغه په خبره »په جګړه کې هيڅوک هم بې ګناه نه پاتيږي.«

کرامر همداراز له اټومي وسلو څخه خبرداری ورکړ چې په خبره يې د يوې اټومي جګړې پايلې نه اټکل کېدونکې دي. له دې کبله بايد د ده په وينا، د آلمان حکومت د اټومي وسلو د بندولو تړون ته ورشامل شي.