د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللې
۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبهاعلان
د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د آلماني ځواکونو پوځي اډې «مارمل کمپ» ته ورسیده. په دې کمپ کې د آلماني ځواکونو په ګډون د ۲۱ هیوادونو شاوخوا ۲۰۰۰ ځواکونه میشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او هغوی ته په مشوره ورکونې بوخت دي.
آلمان اوس د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ ځواکونه لري چې ډیری یې په شمالي ولایت بلخ کې میشت دي.