د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللې
۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبهفون دېر لاين له هغه څخه دوې ورځي وروسته افغاستان ته سفر کوي چي د آلمان پارلمان یا بونډسټاګ د پنجشنبې په ورځ( د مارچ میاشتې ۲۲) په دغه هيواد کي د آلماني پوځ ماموريت تمديد او پراخ کړ. پارلمان د ناټو د «پریکړنده ملاتړ» د روزنیز ماموريت په چوکاټ کې د آلماني سرتیرو ونډه د یو کال له پاره یعنې د ۲۰۱۹ م کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې وغځوله.
د آلمان د پارلمان د پریکړې په اساس په دغه هیواد کې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت ته په کتلو سره د آلماني سرتیرو شمیر له ۹۸۰ څخه ۱۳۰۰ ته لوړ کړای شو.
ټاکل شوی ده چې آلماني پوځ به د کابل، بګرام او مزارشریف ترڅنګ په راتلونکي کې د ټول کندوز په کچه د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې، مشوره ورکونې او ملاتړ ماموريت ته دوام ور کړي.
تر اوسه پورې به آلماني سرتیرو په کندز ولایت کې یوازې په ځانګړو مواردو او وختونو کې ماموريت ترسره کاوه.
همدارنګه په پام کې ده چې آلماني سرتیري به په راتلونکي کې په ځانګړو بیړنیو حالاتو او خطرناک وضعیت کې، په افغانستان کې د آلمان د دیپلوماتیکو نمایندګیو د امنيت ساتنې مسئولیت په غاړه واخلي.