د آلمان د خزانو له موزیمه خزانې غلا شوي
۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبهپولیسو ویلي دي چې غله د دوشنبې په ورځ سهار وختي، دې موزیم ته ننوتل او دغه قیمتي خزانې یې غلا کړې. په امنیتي کمرو کې دوه غله لیدل شوي دي چې له کړکۍ موزیم ته ننوتي او بیا وروسته د یوې نقلیې وسیلې په مرسته له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو روښانه کړې ده چې د دې امکان شته چې په دې قضیه کې دې نور کسان هم ښکیل وي.
د پولیسو په خبره غلو د موزیم تاریخي برخه چې پر دوو برخو ویشل شوې ده، خپل هدف ګرځولې ده. د چارواکو په خبره غله لږ تر لږه د ۱۸مې پیړۍ د جواهراتو د دوو بستو په غلا کولو توانیدلي دي چې ډیره یې ارزښت لوړ دی.
که څه هم په دې جواهراتو کې د کارول شویو قیمتي فلزاتو او ډبرو بیه ډیره لوړه نه وه، خو د چارواکو په خبره د غلا شویو اثارو تاریخي ارزښت ډیر زیات دی.
د دې امکان شته چې تر غلا مخکې د موزیم بریښنا، د اور لګیدنې د یوې پیښې له کبله قطعه شوې وي. د موزیم ودانۍ ته د بریښنا رسوونکي شرکت دغه پیښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې اوس په دې اړه پلټنې کوي چې د بریښنا تلل او د موزیم غلا خو سره تړلي نه دي. پولیسو هم ویلي دي چې د بریښنا د تلو له کبله ټوله سیمه تیاره شوه، ځکه نو اوس د ویدیويي ثبتونو ارزونه ستونزمن شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې د نزدې سیمو چارواکو ته یې د پیښې په اړه معلومات ورکړي او نزدې ټولي لویې لارې يې هم د تلاشي په موخه تړلي دي. چارواکو د غلا تر پیښې وروسته، یو داسې موټر وموند چې ورته اور اچول شوی وو. اوس نو په دې اړه څیړنې روانې دي چې ایا دغه موټر په غلا کې کارول شوی دی.
(ms/nz (dpa, AFP