د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له خلیلزاد سره کتلي
۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبهد جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۹مه نیټه) د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د آلمان په پلازمینه برلین کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس، سره لیدلي دي. په دې ملاقات کې د افغانستان د سولې د پروسې پر ملاتړ او همدا راز په افغانستان کې د آلماني ځواکونو پر راتلونکي خبرې او بحثونه شوي دي.
تر دغې کتنې وروسته، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ماس، وویل: «موږ [په ملاقات کې] کې وویل چې موږ په اساسي توګه چمتو یو چې د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې د [افغانستان د سولې] پروسې په برخه کې ونډه واخلو.»
د روان کال د جولای میاشتې په لومړیو ورځو کې، آلمان له قطر سره په ګډه د بین الافغاني مذاکراتو د یوې غونډې کوربتوب وکړ څو د طالبانو د استازو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال د جولای میاشتې راهیسې، د امریکا متحده ایالات د افغانستان د کابو ۱۸ کلنې جګړې د پای له پاره له طالبانو سره د په مذکراتو بوخت دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل چې د افغانستان د سولې پروسه باید په تیرو ۱۸ کلونو کې د ښځو د حقونو، تعلیم او بیا رغونې په برخه کې د دې هیواد لاسته راوړنې خوندي وساتي. بل لوري ته چارواکو همدا راز ویلي چې برلین علاقه درلوده څو له طالبانو سره د سولې په دغو خبرو کې ښکیل شي. آلمان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته، په افغانستان کې ډیر پوځي حضور لري.
په عین حال کې د «طلوع نیوز» په نامه تلویزیون د طالبانو د جګپوړي غړي ملا خیرالله خیرخواه، په حواله رپوټ ورکړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق به تر لوی اختر وروسته د همدې اونۍ په پای کې لاسلیک شي. د طالبانو دغه غړي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دغه توافق به د ملګرو ملتونو د استازو، د سیمې د هیوادونو او د اسلامي سازمانونو د استازو په مخ کې لاسلیک شي.