1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هایکو ماس: آلمانان باید له توکم پالنې سره مبارزه وکړي

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې آلمانان باید د دموکراسۍ د دفاع په برخه کې د مرستې له پاره ودریږي. نوموړي همدا راز وویل چې د آلمان ښه نوم د تبعیض او توکم پالنې له کبله له تهدید سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/34B5M
Deutschland Bundesaussenminister Heiko Maas
انځور: imago/photothek/F. Gaertner

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پر آلمانانو غږ کړی چې له توکم پالنې سره د مبارزې او د دموکراسې د دفاع له پاره لا ډیرې هڅې وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د آلمان په کمنیتڅ ښار کې د ښي اړخو تر پراخو لاریونونو وروسته کړي دي.

ماس د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «زما نسل خپلواکي، د قانون حاکمیت او دموکراسي په ډالۍ کې ترلاسه کړې او موږ اړ نه وو چې د دې له پاره مبارزه وکړو، له همدې کبله موږ ته ډیر عادي ښکاري.» نوموړي وړاندې وویل چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یو ډول راحت طلبي خپره شوې کومه چې موږ اړ یو شا ته یې پریږدو.

د آلمان په کمنیتڅ ښار کې د ښي اړخو سخت دریځو وروستیو لاریونونو ته په اشارې سره چې د ماس په حواله يې د نوموړي اروپايي سیالانو هم په هکله ورڅخه ډیر ځله د معلوماتو غوښتنه کړې، د بهرنيو چارو وزير وویل: «په دې هکله موږ باید له څوکیو ولاړ شو او خپلې خولې پرانیزو. د کلونو دغه بد حالت ته چې یوازې مو پیښې کتلې او په هکله مو اقدام نه کاوه، باید د پای ټکی کیښودل شي.»

Herz statt Hetze-Kundgebung in Chemnitz
انځور: picture alliance/dpa/M. Skolimowska

د نفرت پالنې، ښي اړخي سخت دریځۍ او توکم پالنې له کبله آلمان اوسمهال له نږدې څخه څارل کیږي. نوموړي په خپله مرکه کې ویلي: «موږ باید د ښي اړخو سخت دریځو پر وړاندې ودریږو. موږ نه شوي کولی چې چُپ پاتې شو. موږ باید خپلې څیرې نوو نازیانو او یهودي ضد کسانو ته وښیو.» ماس د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز زیاته کړې چې یوازې په دغه راز شرایطو کې د آلمان نوم د بهرنیانو پر وړاندې د جرمونو له دايمې ربط څخه لیرې پاتې کیدلی شي.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په خبره د هغه یو شمیر اروپايي سیالان ورڅخه د کمنیتڅ د ښار د ښي اړخو سخت دریځو د لاریونونو او اعتراضونو په هکله پوښتنې کوي. هغه وايي، کله چې د پردیو د ویرولو، ښي اړخي سخت دریځۍ او توکم پالنې بحث رامخې ته شي، په دې صورت کې پر آلمان واقعاً نیوکې کيږي.

بل لوري ته د آلمان له سوسیال دموکرات ګوند څخه د دې هیواد د عدلیې وزیرې کترینا بارلي د بیلد په نامه دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د کمنیتڅ د پېښو څیړنې او ارزونې دې وشي ترڅو دا معلومه شي چې ښي اړخي سخت دريځي د بهرنیانو پر وړاندې د کینې تر شا په لاریونونو او اعتراضونو کې تر کومې اندازې ښکیل دي. 

د آلمان د عدلیې وزیرې بارلي وروسته له هغې د کمنیتڅ په ښار کې د دې لاریونونو پلټنه پیل کړه، کله چې په دغه اعتراضونو کې د هيټلر د زمانې سلام او د بهرنیانو پر وړاندې د کینې نښې ولیدل شوې.

Deutschland AfD-Kundgebung und Gegenproteste in Chemnitz ziehen tausende Demonstranten an
انځور: Getty Images/S. Gallup

د تیرې یکشنبې په ورځ «د اګست میاشتې په ۲۶ نیټه» د آلمان په کمنیتڅ ښار کې د یوه ۳۵ کلن کیوبیایي الاصله آلماني تر وژنې وروسته احتجاجونه پیل شول. دغه کس تر دې یوه ورځ وړاندې د چړې په برید کې ټپي شوی وو او بیا یې وروسته په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نوموړي د قتل په تور یو عراقي او یو سوریايي مهاجر د پولیسو لخوا نیول شوي دي. دغه پیښه د آلمان د زاکسن ایالت په کمنیتڅ ښار کې د ښي اړخو د پراخو لاریونونو د راوتلو سبب وګرځیده.

د دې لاریونونو په ځواب کې چپ اړخي هم سړکونو ته راووتل او بیا وروسته دواړه اړخونه یو له بل سره ښکیل شول چې په پایله کې یې یو شمیر ټپیان هم شول. په دې ښار کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې دغه راز لاریونونو ادامه درلوده او پرون هم د ورځې تر پایه دغه اعتراضونه تقریباً سوله ایز وو.