1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان امنیتي وضعیت «نامتعادل» ارزولی دی

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

د آلمان فدرال حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت «نامتعادل او متغیر» ګڼي خو بیا هم وايي چې د دې هیواد د وګړو پر ضد هیڅ ډول سیستامتیک حکومتي زورزیاتی وجود نه لري. په دې رپوټ کې بشري حقونو او د ماشومانو وضعت ته هم کتنه شوې.

https://p.dw.com/p/2yqEr
Afghanistan Symbolbild Selbstmordanschlag
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د آلمان فدرال حکومت تازې موندنې تر څو میاشتني ځنډ وروسته، بلاخره چمتو او خپرې شوې. په آلمان کې د رسنیو د رپوټونو په حواله، د آلمان فدرال حکومت د افغانستان وضعیت «بې ثباته» موندلی خو ټینګار کوي چې په دې هیواد کې د خپلو وګړو پر ضد د حکومت له لوري هیڅ راز سیستامتیکه ځورونه وجود نه لري.

د «فونکه» په نامه د رسنیو ډلې، «زود دویچه څایتونګ» او د آلمان یو شمیر نورو مطرحو رسنیو په خپلو رپوټونو کې همدا راز ویلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د آلمان دغه رپوټ له آلمان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په هکله کوم قانوني وړاندیزونه نه دي کړي. د یوې اوږدې مودې راهیسې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د رپوټ د پایلو د لاسته راوړلو په انتظار وو. په اصل کې اټکل داسې وو چې دغه رپوټ باید د ۲۰۱۷م کال په اوړي کې باید نهايي، چمتو او خپور شوی وای، خو د نامعلومو دلایلو د رپوټ نهايي کیدل او خپریدل وځنډیدل.

 اوسمهال، افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو اخراج په یو ډول توقف شوی او یوازې هغه کسان افغانستان ته اخراجیږي چې په آلمان کې یې جرم کړی وي، د خطر وړ وګڼل شي او یا هم په آلمان کې حکومتي ادارو ته د خپل هویت په هکله ناسم معلومات په اختیار کې ورکړي. د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې را پدیخوا افغانستان ته د اخراج شوو دغه راز کسانو شمیر ۲۳۴ کسانو ته رسیږي.

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د همدا تیرې جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱ نیټه» د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو یې د حکومت رپوټ د دې هیواد د مهاجرت او پناه غوښتنې یا «بامف» ادارې او همدا راز د دې هیواد اداري محکمو ته لیږلی دی. یاد وزارت ویلي وو چې د سرچینو د ساتنې له پاره یې په عامه ډول نه خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره او همدا راز د دې هیواد محکمې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د آلمان د حکومت له لوري جوړ شوی دغه رپوټ د یوې سرچینې په توګه کاروي او د مهاجرت اړوند دوسیو کې ترې کار اخلي. په آلمان کې ځینو رسنیو د رپوټ په حواله ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د دې هیواد په مختلفو سیمو کې متفاوت دی.

امنیت، د ماشومانو وضعیت او بشري حقونه

د آلمان حکومت په دې تازه رپوټ کې همدا راز راغلي چې د افغانستان مرکزي حکومت په زیاتره مواردو کې د اغیزمن حفاظت په برخه کې د خپلو مسوولیتونو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی. رپوټ زیاتوي چې حکومت یوازې په ځايي زورواکو او قوماندانانو باندې محدود نفوذ لري چې دغه کسان هم زیاتره له قانون څخه ناوړه استفاده کوي.

په آلمان کې بیا ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې رپوټ کې د افغانستان قضايي سیستم ته هم کتنه شوي. زیاته شوې چې د افغانستان قضايي سیستم په محدود ډول عمل کوي او قضايي سیستم ته لاس رسی په ټولیزه توګه تضمین شوی نه دی.

افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د سختو شرایطو سربیره په سم لوري ګام ایښی دی خو له ښارونو څخه د باندې دغه لاسته راوړنه بیا کمه په ګوته شوې ده. د آلمان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په ارزونه کې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته هم کتنه شوې او ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو وضعیت د پام وړ ښه شوی دی خو بیا هم د حکومت ضد ځواکونو او همدا راز په امنیتي حکومتي لیکو کې له ماشومانو څخه د سرتیري په توګه د کار اخیستلو خطر لا هم پر خپل ځای باقي پاتې دی.

Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
انځور: Reuters/U. Bektas

د افغانستان په وروستیو نښتو کې شاوخوا ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان تشکیلوي چې په زیاتره پیښو کې د ناچاودیدونکو توکو، له جګړې د پاتې شوو مهماتو او بمي چاودونو له امله پیښيږي.

د دې ټولو سربیره، د افغانستان مختلفو سیمو ته د خراب امنیتي وضعیت له کبله له آلمان څخه د رد شوو افغان مهاجرینو  د اخراج موضوع لا هم یوه جنجالي موضوع ده. د پوځي موندنو په حواله، د طالبانو په نامه اسلامپاله ډله د افغانستان له اوو برخو څخه یوه یوه برخه تر خپل کنترول لاندې لري.